
واټسن چې د اسټرالیا غوره الراونډر و او د اسټرالیا لپاره خورا ښه ځلېده، اوس په آې پي ایل سیالیو کې خپلو لوبو ته دوام ورکوي.
واټسن د هر کال آې پي ایل سیالیو په لومړي پړاو لوبو کې دومره ښه نه ځلېږي؛ خو د آې پي ایل پایلوبه کې بیا د واټسن پړاو وي او هر کال پایلوبه کې واټسن د چینای سوپرکېنګز لوبډلې ملا ورتړلې او کله، کله یې لوبډله په اتلولۍ هم نازولې ده.
۲۰۱۸ کال آې پي ایل کې یې د حېدراباد اتلولي چینای سوپرکېنګز ته ورکړه.
واټسن تېر کال آې پي ایل کې د حېدراباد خلاف سلیزه ووهله او چینای سوپرکېنګز لوبډله یې دریم ځل اتلولۍ ته ورسوله.
د سږ کال آې پي ایل په پایلوبه کې هم واټسن د ممبيي ۱۵۰ منډو هدف پسې داسې روان و لکه زمری چې ښکار پسې چټک ګامونه اخلي.
واټسن په ۵۹ توپونو ۸۰ منډې وکړې او بالاخره رن اوټ شو، هغه ۸ څلوریزې او ۴ شپږیزې وهلې وې.
د واټسن د محبوبیت او ګرانښت وخت
واټسن هله د کرکټ په مینوالو ډېر زیات ګران شو، کله یې چې د چینای سوپرکېنګز لپاره په ټپي پښه لوبه مخته وړله؛ نوموړی د خپل ټپ په غم کې نه و؛ خو لوبه یې د اتلولۍ په پار مخته بوتله.
د لوبې په اوږدو کې له نوموړي زیاته وینه بهیدلې وه او آن د لباس برخه یې په وینو سره شوې وه.
کله چې واټسن په ټپي حالت کې لوبه وکړه، هغه له خپلې وینې لوبه مهمه وګڼله او لوبې ته یې تر وروستیو شېبو دوام ورکړ.
د کرکټ مینوالو ته دا وخت واټسن خورا محبوب شو او د هغه دا چاره یې وستایله.
کله چې واټسن په ټپي حالت کې شپږیزې وهلې؛ نو د کرکټ مبصر او شنونکي هارشل بوګلی وویل اوس نو بیا د واټسن فصل یا سیزن دی.
نوموړي دا خبره ځکه وکړه، چې د هر آې پي ایل په پایلوبه کې شېن واټسن خورا ښه لوبه کوي.
اوس واټسن په خپل انسټګرام یوه ویډیو خپره کړې او له خپلو ټولو ننداره کوونکو او مینوالو څخه یې پکې مننه کړې، چې د هغه لوبه یې ستایلې ده او د هغه ښه اخلاق یې هم ستایلي دي.
هاربجن سېنګ د واټسن یو تصویر پورته کړی و او هغه یې خورا ښه ستایلی وو.
د هاربجن سېنګ په دې ټویټ ډېری کرکټ مینوالو د واټسن په هکله مثبت ټویټونه کړي او هغه یې خورا ښه لوبغاړی نومولی دی.