واټسن له نړیوال کرکټ وروسته، بیګ باش لیګ هم پریښود

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

شېن واټسن چې د اسټرالیایي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی دی، په ۲۰۱۶ م کال کې یې د اسټرالیا لپاره نړیوالې لوبې پرېښودې او تقاعد یې اعلان کړ؛ خو اوس د کرکټ نړیوالې شورا د هغه له قوله لیکلي، چې واټسن د اسټرالیا بېګ باش سوداګریزو لوبو سره هم مخه ښه وکړه.
واټسن دا خبره د جمعې په ورځ د اپریل په ۲۶ مه نېټه رسنیو ته کړې.
هغه د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د سېډني تندر لوبډلمشر و او د خپل نړیوال تقاعد څخه یې وروسته هم د دې لوبډلې ملا تړلې ساتلې وه.
خو اوس غواړي چې د دې لوبډلې سره خپله همکاري پای ته ورسوي.
واټسن چې د نړۍ په کچه د راشدخان او محمدنبي په څېر بوخت لوبغاړی دی او په هر لیګ کې یې د اخېستلو بازار تود دی، ویلي دي چې نورغواړي باقي وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړي.
واټسن په بشپړ ‌ډول له کرکټ سره مخه ښه نه کوي، بلکې خپلو ځایي لوبډلو سره به لوبې کوي او تمرینات به جاري ساتي.
ده ویلي زه د کرکټ نړۍ له هر وګړي مننه کوم او د سېډني تندر لوبډلې هر لوبغاړي ته، چې زما د لوبډلمشرۍ لاندې یې لوبې کړي د قدر په سترګه ګورم.
هغه زیاتوي ما له ډېرو ښو او غوره لوبغاړو سره لوبې وکړې او زه به دا وخت په یاد ساتم.
واټسن او نړیوالې لوبې یې
۳۷ کلن واټسن د خپلې ملي لوبډلې لپاره ۱۹۰ یو ورځنیو لوبو، ۵۹ ټېسټ لوبو او ۵۸ شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی، هغه په ۲۰۱۶ م کال کې د اسټرالیا لپاره له درې واړو ډولونو ( شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ) لوبو څخه لاس په سر شو او تقاعد یې اعلان کړ.
د نوموړي وروستۍ شل اوریزه لوبه د هندوستان خلاف د شل اوریز جام په کواټرفاینل کې وه او له هغې وروسته یې بیا د اسټرالیا لپاره بېټ پورته نه کړ.
واټسن په ټېسټ لوبو کې ۳۷۳۱ منډې کړي، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۵۷۵۷ منډې کړي او په شل اوریزو لوبو کې یې ۱۴۶۲ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۲۴ دي.
په یو ورځنیو لوبوکې یې لوړې منډې ۱۸۵ دي او یوه ټېسټ لوبه کې یې لوړې منډې ۱۷۶ دي.

په ټېسټ لوبوکې یې ۴ سلیزې، یو ورځنیو لوبو کې یې ۹ سلیزې او شل اوریزو لوبوکې یې یوه سلیزه وهلې ده.
آې پي ایل کې یې لوبې
شېن واټسن په ۱۲۸ لوبو کې ګډون کړی دی، ۳۴۲۰ منډې یې پکې جوړې کړي ۱۱۷ یې یوه لوبه کې لوړې منډې دي، څلور یې سلیزې وهلي او ۱۷ یې نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛ هغه اوس له چینای سوپرکېنګز لوبډلې سره لوبېږي او د راشدخان دې لوبډلې خلاف یې د ۲۰۱۹ کال آې پي ایل ۴۱ مه لوبه کې ۹۶ منډې وکړې او د بونېشور کومار په توپ کېچ شو.
د پاکستان سوپر لیګ کې
د پاکستان په سوپر سوداګریز کرکټ لیګ یې خورا ښه توپ وهنه کړې، ۲۰۱۸ او ۱۹ م کال سوپرلیګ سیالیو کې یې په ۱۲ پاڼیو توپ وهنه کې ۴۳۰ منډې کړې وې، چې ۶۱ منډې، ۷۱ منډې، ۸۱ ناسوځېدلې منډې او ۹۱ ناسوځېدلې منډې یې د پام وړ وې.
۲۰۱۸ او ۱۹ کال بېګ باش لیګ کې
د سېډني تندر په لوبډله کې تر ټولو مخکښ منډې جوړوونکی توپ وهونکی و، څوارلسو پاڼیو توپ وهنه کې یې ۳۴۴ منډې کړې وې.
یو ځل یې د برېسبېن هیټ یا د مجیب ځدران دې لوبډلې خلاف یې په ۶۲ توپونو سلیزه جوړه کړه.
واټسن چې الراونډر لوبغاړی و، د اسټرالیا لپاره یې په درې واړو فارمټونو لوبو کې ۲۹۱ وېکټې اخېستي دي او آې پي ایل کې یې ۹۲ وېکټې ترلاسه کړي دي.
پخواني اسټرالیایي لوبغاړي کیوین رابرټ ویلي، چې کله به واټسن په لوبه کې ټپي شو، نو د توپ اچونې برخه کې به یې نشتون خورا احساسېده.
واټسن د نړۍ په کچه ۷۰۰ لوبې کړي، چې دې لوبو کې یې ۲۵ زره منډې کړي دي او ۶۰۰ وېکټې یې اخېستي دي.
البته دې لوبو کې یې لېسټ ای او فرسټ کلاس لوبې هم شاملې دي.