روغه سټه

د وریجو اوبه مو وېښتان او پوستکی ښکلی کوي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

له خیشتولو او جوشولو وروسته له وریجو څخه پاتې اوبو ته د وریجو اوبه ویل کېږي، څېړنو ثابته کړې ده چې د وریجو اوبه وېښتان ښکلي، جلا ورکوي نرموي یې او وده یې چټکوي. کلونه کېږي، چې چینایۍ، چاپانۍ او د ډېری نورو هېوادونو هغه مېرمنې چې په ښکلا پسې ګرځي له دې اوبو ګټه اخلي. اوس ساینسي څېړنو هم دا ثابته کړې ده چې د وریجو اوبه د پورته ذکر شویو شیانو لپاره ګټورې دي، ځکه د وریجو هره دانه له نشایستې ډکه ده او تر دېره دغه نشایسته په لمدو شویو او یا هم جوش شویو وریجو کې وي.

د وریجو اوبه په خپل ترکیب کې امینو اسیدونه، د بې ګروپ وېټامینونه، وېټامین اي، معدني مواد او انتي اکسیدانونه لري. څېړونکي وایي، له ۷۹۴ کال تر ۱۱۸۵ پورې چاپاني مېرمنو خپل وېښتان د وریجو په اوبو کې مینځل، تاریخ داسې هم وایي، چې هغه وخت ددې مېرمنو وېښتان دومره اوږده و چې ان ځمکې ته به رسېدل.

ددې کیسو بېلګې په چین کې هم موندل کېږي، د یائو قوم مېرمنې چې د هوانګ یو په کلي کې اوسېږي هغوی په دې ډېر مشهوره دي چې د وېښتانو اندازه یې ان دوه مترو ته رسېږي. ددې ښځو وېښتان خپل رنګ هم داسې په اسانۍ سره له لاسه نه ورکوي، دوی چې کله اتیا کلنۍ ته رسېږي د وېښتانو رنګ یې یو څه خاکستري شي. په دې وروستیو کې یو ځل بیا مېرمنو د خپلو وېښتانو د ښکلا لپاره د وریجو اوبو څښلو ته مخه کړې ده او دغه څه خورا دود شوي دي.

د وریجو اوبه وېښتان صافوي، نرموي یې، ځلا ورکوي، رېښې یې قوي کوي او له ګړندۍ ودې سره یې مرسته کوي.

زموږ په ټولنه کې هم د وریجو د اوبو څښل دود دي، خو کېدای شي ددې لپاره چا نه وي څښلې چې وېښتان او یا یې د بدن پوستکی ښکلی شي، بلکې دا یو عام دود دی، چې د وریجو اوبه چې یو څه تروې هم وي باید وڅښل شي، ځکه یو ځانګړی خوند لري. اوس مو چې دا مطلب ولوست کولی شي، د خپلې کورنۍ له غړو سره یې شریک کړئ او له ګټو یې خبر کړئ. ځکه یو خو به مو د وریجو اوبه بې ځایه نه وي تویې کړې او بل به یې له ګټو برخمن شوي وۍ او وېښتان او پوستکی به مو ښکلي شوي وي. ځکه وایي، چې خپله ښایسته وې، نو نړۍ به هم ښایسته وي.

سرچینه: chetor.com

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي