اپریل 16, 2021

د مخ پوستکي ته د وریجو د اوبو ګټې؛ د استعمال اسانه طریقه یې

Advertisements

هغه اوبه چې د وريجو له خيشتولو څخه وروسته پاتې کېږي، د وريجو اوبو په نامه يادېږي. د وريجو له اوبو څخه د مخ پوستکي ښکلا لپاره تر ټولو اسانه او ارزانه لاره ده. د وريجو له اوبو څخه کارونه له پخوا څخه په چين او جاپان کې کېده، هغو چينايې او جاپاني جلکيانو چې غوښتل يې ويښتان يې ښکلي او اوږده شي، د وريجو اوبو کې يې ويښتان مينځل.
د وریجو اوبو سره له دې له بې شمېرو ګټو برخمنې دي، زمونږ د مخ، ویښتانو ښه والي لپاره یوه غوره نخسه ده، که غواړئ، چې ويښتان مو ښکلي شي، نو د وریجو په اوبو ماساژ ورکړئ.

د وريجو اوبو استعمال څه ډول ده؟

د وريجو اوبه په يوه لوښي کې واچوئ، او هره ورځ يې پر مخ باندې لکه د سپرې يا پاشولو په ډول وهئ ، چې دا لاندې ګټې لري:
۱ـ د وريجو اوبه د معدني موادو ښه سرچينه ده . نو په څښکلو سره یې خپل بدن ته معدنی مواد ورورسوئ.
۲ـ مخ له زوړوالي څخه ساتي او د مخ پوستکى مو کلکوي. چې پر مخ د وهلو طریقه یې پورته وښودل شوه.
۳ـ د وريجو اوبه دا خاصيت لري چې پر مخ ووهل شي نو د مخ پوستکى ښکلى او ځلا داره کوي.
۴ـ د مسمونو په بدلون سره پر مخ او د پزې پر سر واړه واړه سوري راخېژي، چې د وریجو اوبه د مخ واړه واړه سوريو لپاره غوره درمل دي.
۵ـ د بدن دفاعي سيستم پياوړى کوي.
۶ـ د انرژي څخه ډکه سرچينه ده.
۷ـ هغه ميندې چې ماشوم ته شيدې ورکوي، د وريجو اوبه دې وڅښکي، ځکه د مور شيدې ډېروي.
۸ـ د وريجو اوبه د هاضمې سيستم پياوړى کوي.
۹ـ د وريجو اوبه د معدې ګازات کموي.
۱۰ـ د وريجو اوبه د اسهال ناروغۍ لپاره ښه درمل دي.
 

۱ تبصره

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ