روغه سټه

د کافی اوبو څښلو له امله په بدن کې را پیداکېدونکي تغيرات

لیکنه: پلوشه فضلي
اعلان

ژباړه: پلوشه فضلي

ایا پوهېږئ چي په کافی اندازه اوبه څښل په بدن کي کوم تغیرات راولي؟
په کافی اندازه اوبه چښل تر ټولو ښه عادت دی. که هوا ګرمه وي، او که یخه، خو بدن خپله اندازه اوبو ته اړتیا لري. که یاده اندازه پوره نه سي، نو حتمن ستونزه رامنځ ته کوي. که تاسي هم په کافي اندازه اوبه څښئ نو بدن به مو له دې ګټو برخمن کوئ:

۱ـ تازه او ځواکمن اوسېدل
د بدن ټولي حجرې د فعالیت په موخه اوبو ته اړتیا لري. د اوبو د کمښت په صورت کي، د وجود حجرات له فعالیته لوېږي او په پایله کي انسان همېشه د کهالۍ او کمزورتیا احساس کوي. دا چي انسان څومره اندازه اوبو ته اړتیا لري، په بدن او هوا پوري اړه لري. خو د ډاکټرانو په وینا په ورځ کي له ۶ څخه تر ۸ ګیلاسو اوبه څښل د انسان د وجود له پاره کافي دي.

۲ـ یاداښت قوي کوي
دماغ د خپل کار بهتره کولو له پاره اوبو ته اړتیا لري. نو د عمر په تېرېدو سره د انسان د دماغ یاداښت کمېږي نو د یاداښت د ښه او بهبود کولو له پاره اوبه څښل یو ګټور عمل دی او برخلاف د اوبو نه څښل (ډی هایډرېشن) دماغ هم غیر فعاله کوي.

۳ـ تمرکز یاتوي
داسي ډېر وخت به ددې کار سره مخ سوي یاست چي د درس ویلو په جریان کي مو سوچ او فکر بلي خوا ته اوړي او تمرکز به نه لرئ؛ سم کار به نه سئ کولای. نو که داسي یاست یو ګیلاس اوبه وڅښئ او بیا یې تاثیرات وګورئ. ځکه څېړنه ښيي چي د اوبو څښل د انسان دماغ متاثره کوي او د توجو یا تمرکز کولو ستونزه حلوي.

۴ـ د بې وخته خورک عادت کموي
زیاتره خلک د لوږي او تندي ترمنځ فرق نه سي کولای او هر وخت خوراک کوي، اوبه کمي څښي او په پایله کې وزن ډېرېږي. که تاسي ډېر وخت د لوږي احساس کوئ نو د خوراک پر ځای یو ګیلاس اوبه وڅښئ، که مو لوږه ختمه سوه، نو پوه سئ چي تاسي لوږي نه، تندي اخیستي واست.

۵ـ هضم بهتره کوي
رښتیا دا دي چي د قبض تر ټولو غټ لامل په بدن کي د اوبو کمي ده. څېړنه ښيي چي اوبه د کولمو حجرات فعاله کوي، چي تاسي د قبض او د نس د ګړبړ څخه خلاصوي.

۶ـ پوست یا جلد ښایسته کوي
پوست نوو حجراتو ته اړتیا لري، چي دا کار د اوبو په څښلو سره کېږي او ستاسي جلد روښانه کوي. د زیاتو اوبو څښل مو پوست د زړېدو او تاریکه کېدو څخه ساتي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي