مارچ 5, 2021

د وېښتانو د پیاوړي کېدلو لپاره تر ټولو ښه لاره د خوړو تنظیمول دي

Advertisements
ژباړه: عایشه حیدري

د ډېرو نجونو او مېرمنو یوه لویه هیله د ښایسته او اوږدو وېښتانو درلودل دي، خو ډېری وخت دغه ارمان ته نه دي رسېدلي او دغه هیله‌ یې نیمګړې پاتې شوې ده، ځکه دوی د خپلو وېښتانو نه په سمه توګه ساتنه نه کوي او یا هم د وېښتانو د سمې پاملرنې په لارو چارو نه پوهېږي.
که تاسو له هغو ډلو نجونو څخه یاست چې ښایسته او اوږده وېښتان خوښوي او غواړئ چې ښایسته او اوږده ویښتان ولرئ، په نننۍ لیکنه موږ تاسو ته د ښایسته او اوږدو وېښتانو د درلودو ځينې غوره او وړ لارې چارې در و ښیو.
لاندې کړنې له تاسو سره د ښکلو او پیاوړو ویښتانو په درلودلو کې مرسته کولای شي.

۱ – د ویښتانو سمه ساتنه وکړئ

که غواړئ ښایسته او اوږده ویښتان ولرئ، نو بویه چې د خپلو ویښتانو سمه ساتنه وکړئ او د‌ ویښتانو د ماتېدو مخنیوی وکړئ. که تاسو د هغو خلکو له ډلې یاست چې ویښتان مو ماتېږي نو هڅه و کړئ چې د خپلو ویښتانو د اینځلو تګلاره بدله کړئ.
په کومو اوبو چې ويښتان مینځئ د هغو اوبو د حرارت درجه ستاسو په ویښتانو نیغ په نیغه اغیز لري، او ډېرې ګرمې اوبه ستاسو ویښتانو ته زیان رسولای شي نو هڅه وکړئ خپل ویښتان په تړمو اوبو او یا داسې اوبو و اینځئ چې د سړښت د زغملو توان یې لرئ.

۲ – ویښتان مو هره ورځ مه وینځئ

د ویښتانو ډېر وینځل یا هره ورځ وینځل ویښتانو ته زیان رسوي، هڅه وکړئ چې خپل ویښتان په یوې اونۍ کې درې ځله ووینځئ، دا د ویښتانو د‌ اینځلو لپاره تر ټولو غوره لاره ده او که چېرې تاسو هره ورځ خپل ویښتان و اینځئ، ستاسو د ویښتانو غوړ والی له منځه ځي او ستاسو د ویښتانو د وچ والي لامل کېږي.

۳ – تر واینځلو وروسته ویښتان په نرم ټوکر وچ کړئ

د ویښتانو په چټکتیا او کلک ټوک یا څپوڼي وچول ویښتان زیانمنوي او که تاسو خپل ویښتان ژر ژر او نارامۍ سره وچ کړئ ستاسې ویښتان به مات شي چې دا کار ستاسو د ویښتانو د ښایست او اوږد والي مخنیوی کوي. همدرانګه کله چې ستاسو ویښتان لامده وي مه یې شانه کوئ، ځکه کله چې ستاسو ویښتان لامده وي، نسبت پر دې چې ستاسو ویښتان وچ وي زر ماتېږي. هڅه وکړئ ویښتان په نرم ټوکر او ځان پاک یا څپوڼي وچ کړی او په وچولو کې یې بیړي او بې احتیاطي مه کوئ.

۴ – د ویښتانو ریښه پیاوړې کړئ

د دې لپاره چې ښایسته او اوږده ویښتان ولرئ د خپلو ویښتانو ریښه پیاوړې کړئ.
د دې لپاره چې وکولای شئ خپلو ویښتانو ریښې د پیاوړتیا لپاره تقویه کړئ د هغو غوړو څخه ګټه واخلئ چې د ویښتانو نرموونکي او نور اړتیا وړ مواد پکې وي وکاروئ. دغه غوړي ستاسو د ویښتانو ریښه پیاوړي کوي.
کله چې د ویښتانو ځانګړي غوړي یا تېل کاروئ، هڅه وکړئ چې دوه او یا هم درې دقیقې خپل سر ته مساج ور کړئ، چې جریان ستاسو په سر کې د وینو حرکت پیدا کړي، او ستاسو د سر پوستکی ارامتیا ومومي.

۵ – سر پوستکي ته مساج ورکړئ

د دې لپاره چې ستاسو ویښتان یوه ښه ریښه ولري او ستاسو ویښتان ښه وده وکړي د خپل سر پوستکي ته مساج ورکړئ، د سر د پوستکي مساج نه یوازې د سر وینې په جریان راولي، بلکې ستاسو د ویښتانو ودې کې هم ډېره مرسته کوي.
که تاسو نه پوهېږئ چې څنګه د خپل سر پوستکي ته مساج ورکړئ، تاسو کولای شئ د خپل سر پوستکي ته د بادام او یا هم کوپرې غوړيو په پر مټ مساج ورکړئ. لومړی یاد غوړي د خپلو لاسونو د ګوتو په واسطه واخلئ(د لاسونو ګوتې ډېره ګرمي لري او ستاسو د سر وینې په جریان راولي)، او خپل سر ته مساج ورکړئ.
ډېری خلک په ځانګړي ډول میرمنې د سر د نرمولو غوړيو څخه وېرېږي او وایي چې دغه غوړي په سر کې شته سوري پټوي، خو دا خبره سمه نه ده، موږ باید په دې پوه شو، څنګه چې زموږ د مخ پوستکي د نرمښت غوړيو ته اړتیا لري، زموږ د سر پوستکی هم د نرمښت غوړيو ته اړتیا لري.

۶ – ګټور خواړه وخورئ

موږ او تاسو چې هر څه خورو زموږ په ویښتانو اغېزه کوي، نو ځکه باید هڅه وکړو چې تل غوره او متعادله خواړه وخورو، چې ښایسته او اوږده ویښتان ولرو.
که چېرې ستاسو د سر پوستکی وچ وي، د اومېګا۳ غوړي (د کب غوړي) په خپلو خوړو کې زیات کړئ. د ویښتانو پیاوړي کېدو لپاره تر ټولو ښه لار د خوړو تنظیمول دي، نو که غواړئ روغ او پیاوړي ویښتان ولرئ، په خپلو خوړو کې د ویټامينونو، معدني موادو او پروټین څخه ګټه واخلئ. د سر ویښتان په ګرمیو کې ډېره وده کوي، نو هڅه وکړئ چې دوبي کې د خپلو ویښتانو څخه تر نورو ټولو فصلونو ډېره ساتنه وکړئ. ډېرې اوبه وڅښئ تر څو ستاسو ویښتان تل تازه وي.
که چېرې ستاسو ویښتان وچ دي، دا په دې مانا ده چې ستاسو بدن ډېرو اوبو ته اړتیا لري، نو هڅه وکړئ چې ډېرې اوبه وڅښئ، ځکه چې د ویښتانو ساتلو او ودې لپاره د اوبو څښل تر ټولو ښه لار ده.

۷ – د د ویښتانو د جذام مخنیوی وکړئ

هڅه وکړئ، د سر ویښتان مو هره میاشت د يوه اینج په اندازه کم کړئ. یاد مو وي چې سینګار توکې د اوږدو ویښتانو د وچ والي او د ویښتانو وتلو (د ویښتانو د جذام) Hair leprosy لامل کېږي. ويښتان په هغو ګومنځو چې اوږدې غاښونه لري ګومنځ کړئ‌، دا کار به ستاسو د ویښتانو د ماتېدو او ټوټې کېدو مخنیوی وکړي. همدارنګه باید هېر مو نه شي، چې تر دې وړاندې چې د خوب ځای ته ځئ ارومرو بايد خپل ویښتان ګومنځ کړئ، که ستاسو ویښتان جړ وي او ویده شئ، د خوب په حالت کې یو اړخ او بل اړخ ته اوړئ ستاسو ویښتان په اسانۍ سره ماتېږي، نو ځکه اړینه دی چې د خوب په وخت کې د خپلو ویښتانو د ماتېدو او د ویښتانو د جذام مخنیوی وکړئ.
د خوب بالښت مو که نخي وي ډېره ګټه به و کړئ، ځکه چې نخي بالښتونه په ویښتانو ډېر نه نښلي او ستاسو ویښتان له ماتېدو وژغوري.
د دغو پورته لارښوونو تر څنګ د ویښتانو د ریښې قوي کولو لپاره د وریجو د اوبو کورنۍ نسخه هم کارولی شئ:
د وریجو اوبه د ویښتانو د پیاوړي کولو لپاره ډېره ګټوره او موثره نسخه ده، دلته تاسو د وریجو د اوبو د جوړولو او استعمال طریقه در ښیو:
• یوه پیمانه وریژې ښې پاکې کړئ او و یې وینځئ.
• وریجې په یوه لوښي کې واچوئ، دومره اوبه پکې واچوئ چې وریجې پکې پټې شي او د ۱۵ دقیقو لپاره یې په اوبو کې پرېږدئ.
• د وریجو اوبه واخلۍ او په یوه پلاستيکي ښیښه لوښي کې یې واچوئ.
• له اوبو ډک لوښی د یوې ورځې لپاره د خونې په هوا کې کېږدئ، چې لږ تروشې شي او په تخمیر کېدو پیل وکړي.
• تخمیر شوې اوبه په یوه لوښي کې واچوئ او و یې اېشوئ.
• د چایو د ونې تېل، د سنبل تېل یا د روزماري rosemary (وېلني په ډول بوټي) د تېلو یا غوړیو یو څو څاڅکي ور زیات کړئ.
• د وریجو له دغو اوبو څخه د شامپو پر ځای کار واخلئ او سر ته مو د څو دقیقو لپاره مسج ور کړئ.
• په پای کې مو سر په پاکو او ساده اوبو و اینځئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي