وسیم اکرم په منچیسټر هوایي ډګر کې پولیسو ځورولی

لیکنه: بهار سمسور
د پاکستان پخواني لوبغاړي وسیم اکرم دعوه کړې،چې د انګلستان په مانچیسټر هوایي میدان کې پولیسو ورسره سم چلند نه دی کړی. نوموړي پر خپل ټویټر د سفر د هغې کڅوړې تصویر خپور کړی، چې پکې یې د شکر ناروغۍ ضد ځینې درمل اچولي، خو پولیسو یې مزاحمت کړی او سامان یې ګډوډ کړی، دا کار د نوموړي د خفګان باعث ګرځیدلی دی.
ویل کیږي نوموړی وروسته له هغې د پولیسو تر څار او پلټنو لاندې راغلی،چې پولیس یې د بکسې د پلټلو هڅه کړې،خو اکرم ورته لومړیو کې اجازه نه وه ورکړې.
له نومړي سره په بکس کې د شکر ضد درملو شتون درلوده، چې د امنیتي اصولو له مخې یې باید په ځانګړې پلاستیک کې ځای پر ځای کړي او پولیس یې د چیک کولو اجازت لري.
اکرم پر خپل ټویټر له ګیلو ډک پوسټ کړی او لیکلي یې دي:

«نن د منچیسټر په هوایی ډګر کې راسره ښه سلوک ونه شو،ما له خپل دې اینسولین سره د نړۍ هر ځای ته سفر کړی. زه د تحقیر احساس کوم،چې په دې اړه وپوښتل شوم،په ښکاره او جدي ډول هڅه وشوه،چې زما دا شیان له بکس لري کړي.»

ویل کیږي چې نوموړی په دې اړه جدي پلټل شوی، خو دا کار د نومړي د غوسې باعث ګرځیدلی دی.واسیم اکرم د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام د مبصرینو په ډله کې د انګلستان میلمه و،چې تر دغه میشن وروسته له انګلستان د وتو پر وخت له دغې بدې خاطرې سره مخ شوی دی.

د نوموړي له سفر بکس کوم نورشکمن څه شی نه دي تر لاسه شوي، خو په هغه تصویر کې چې اکرم پر خپل ټویټر خپور کړی ښکاري د نومړي د بکس سامان ګډوډ کړل شوی دی.
اکرم د پاکستان کریکټ لوبډلې پخوانی چپ لاسی توپ اچونکی تېر شوی او د پاکستان لپاره یې ښه کریکټ تاریخ هم پریښی.
نوموړی دا وخت د کریکټ لوبې د تکړه مبصرینو په قطار کې قرار لري او د تېر نړیوال جام د ژوندۍ تبصرې لپاره انګلستان ته تللی و.
وسیم اکرم په داسې حال کې پر ټویټر داسې شکایت کوي او له داسې برخورد سره مخ کیږي چې په نړیواله کچه امنیتي ستونزې ورځ تر بلې ډیریږي، چې له همدې کبله په زیاتره هوایي میدانونو کې د مسافرینو سخته پلټنه کیږي.

خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ