د امريکا د لومړني ولسمشر، انقلابي رهبر، نوموتي سياستمدار او پوځی جنرال جورج واشنګټن په زړه پورې ويناوې
ژباړه: محمد عزیز پردېس
هر هغه کسب چې انسان پکې وشي کولی خپل هېواد ته خدمت وکړي، د افتخار وړ دی.
په خپله دنده کې پاتې کېدل او سکوت اختيارول، د تهمت پروړاندې غوره ځواب دی.
له قمار څخه لرې والی اختيار کړه؛ ځکه قماربازي د شيطان کار دی.
وجدان د هغې هېندارې په څېر دی چې نه چاپلوسي کوي او نه مو رټي.
مزاحم مېلمانه له ځانه مه شړه او خپله هم د نورو لپاره مزاحم مېلمه مه اوسه.
د دوستۍ رښتينی نيال ورو ورو لويېږي.
خپل نظر او ستونزه دې مخکې له دې چې درڅخه يې وپوښتي، بيان کړه.
هغه کسان چې حاضر نه دي چې د خپلواکۍ بيه ادا کړي، د خپلواکۍ لياقت نلري.
کله چې د خپلواکۍ نيال ريښې ونيسي، نو په چټکۍ سره وده کوي.
هڅه وکړه چې زيرکه واوسې او د ژوند په اموراتو کې دې رازونه چاته مه څرګندوه.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ