روغه سټه ژوند بڼه سپورټ وزش او تمرین

د سپورټ ګټې؛ پر بدن یې مثبت اغېز

لیکنه: ياران
ژباړه: سیف الدین زهير

پنځلس دقیقې منډه په یوه آرامه څوکۍ کې له ارام کولو څخه غوره ده. حرکت د دماغو هغو برخو ترمنځ اړیکې ته وده ورکوي کومې چې حافظه ذخیره کوي او په یاد یې راوړي او په پایله کې یې ادراکي قوه لوړېږي.

دا خبره په پراخه کچه پېژندل شوې چې ورزش دماغي فعالیت لوړوي او د نویو دماغي حجرو جوړولو لامل ګرځي.

په یوه نوې څېړنه کې ۱۵ دقیقې ورزش له ۱۵ دقیقې آرام سره پرتله شوی. پایلې ښیي چې یو سپک فزیکي فعالیت حافظه لوړوي. پر دې سربېره، ځای پر ځای پاتې کېدل انرژي راټیټوي. په څېړنه کې ګډون کوونکو باید خپل د انرژي او ګړنديتوب کچه اټکل کړې وای او دوه ادراکي ازموینې یې باید بشپړې کړې وای.

د ازموینې وروسته یوې ډلې ۱۵ دقیقې منډه وکړه او بلې ډلې ارامه ورزشونه وکړل. د دغه فعالیت دوې دقیقې وروسته له زده‌کوونکو وغوښتل شول چې هم هغه ازموینې بشپړې کړې او هغو پوښتنو ته ځواب ورکړي کومې چې د هغوي د انرژۍ احساسات اندازه کوي. منډه وهونکي زده‌کوونکو په ادراکي ازموینه کې ډېر پرمختګ وښود.

هغوی د زیاتې پیاوړتیا او انرژۍ احساسولو خبر هم ورکړ. ارام کوونکې ډلې د ادراکي پرمختګ خبر ورنه کړ او تر دې چې د تجربې له پیله د پخوا په پرتله یې د کمې انرژۍ او پیاوړتیا احساس وکړ. کله چې ورزش پرېږدئ دا مو په دماغو سخته اغېزه کوي. د ورزش کموالی مو د دماغو اتو برخو ته د وینې بهېدل کموي.

یوه د اغېزمنو برخو هیپوکیمپس (hippocampus) نومېږي، کوم چې د حافظې جوړولو، ذخیره کولو او بیا موندلو مسوولیت لري. په ۱۰ کالو کې به تاسې متوجه شئ چې د دماغو حجم مو کم شوی او د نیورونونو په کثافت کې به مو هېڅ زیاتوالی رانشي.

دغه کموالی به مو د ذهني زوال لامل شي. د ورزش نشتوالي سره به مو د دماغي ناروغیو، لکه الزایمر او پارکنسون خطرونه هم لوړ شي. ورزش په لوړ عمر کې د معافیتي سیستم د زوال مخه هم نیسي. په عمومي توګه د عمر له شلو کالو په زیاتېدو سره په معافیتي سیستم کې هر کال ۲-۳ سلنه ټیټوالی راځي.

همدغه وجه ده چې د لوړ عمر خلک په اسانه توګه په ساري ناروغۍ او داسې نورو، لکه د جوړونو پړسوب او روماتیزوم او سرطان اخته کېږي. په ۱۲۵ کسیزه بایسکل چلوونکو یوه څېړنه شوې چې له هغو ځینې شا و خوا اتیا کلن و او دا موندل شوې چې د هغوی معافیتي نظام د ۲۰ کلنو په څېر پیاوړی وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ