مارچ 4, 2021

په روژه کې دا ډول ورزش بدن ته ګټه لري

ژباړ: مریم شريفي

که چیرې تاسو د روژې له امله خپل ورځنی ورزش پرېښی وي، نو په دې اړه له سره تصمیم ونیسئ، ځکه ورزش روژې ته هېڅ زیان نه رسوي.

۱- ورزش او روژه نیول

هغوی چې په روژه کې له ورزش کولو ډډه کړې، یا هم فکر کوي چې د ورزش له امله به یې روژه سخته شي، دا خبره روغتیاپالانو رد کړې، دوی وايي چې په روژه کې له ورزش سره د انسان مغز، د لاس او پښو عضلات او پوستکی تازه کېږي.
هغوی چې غواړي د بدن وازګې له منځه یوسي، په روژه کې ورته ورزش کول غوره موقع ده، په دې وخت کې وازګې سوځېږي، او د بدن وزن نورمال حالت کې پاتې کېږي.

۲- په روژه کې د ورزش مناسب وخت

په دې میاشت کې د ورزش یو ښه وخت له تروایح لمونځ وروسته دی، ځکه چې په دې وخت کې بدن کولای شي اوبه او ګټور مواد په اسانۍ سره جذب کړي.
دغه راز د ورزش په جریان کې کولای شئ د مېوو له اوبو هم ډېره استفاده وکړئ، همدارنګه کولای شئ ځینې ورزشونه له روژه ماتې او پیشلمې وروسته وکړئ.

۳- په روژه کې کوم ورزشونه وکړئ؟

د سختو ورزشونو کول د دې سبب کېږي چې د زړه ضربان (درزا) ۱۵۰ ته ورسېږي، په رژه کې ترې ډډه وکړئ، بیا په تېره له روژه ماتې مخکې، خو بېخې سخت ورزش مه کوئ، روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې په دې میاشت کې ډېر اسانه ورزشونه دې وشي.
تر ټولو غوره ورزشونه بیا دا دي؛ پیاده تک، بایسکل چلونه او ورو یا ورو ورو مڼده وهل، چې په دې سره نه یوازې دا چې ستاسو روغتیا ته ګټه رسېږي، بلکې د ولږې او تندې احساس هم نه کوئ.
له ورزش وروسته او مخکې باید کاربوهایدریت او پروټین لرونکې خواړه وخورئ، تر څو د وجود انرژي مو زر پوره شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ