کوم ښځينه عادتونه د نارينه‌وو پام ځانته راړوي؟

ژباړه: نسيمه محمدي

نارينه د ښځينه وو په پرتله سترګور وي، نو د همدې لپاره ښځې د نارينه‌وو د جذب لپاره کاليو او سينګار ته ارزښت ورکوي. خو حقيقت بل څه دى.
هغه لاملونه چې د ښځينه وو د زيات جذابيت سبب ګرځي، يوازې په ظاهر کې نه دى.
وړاندې په لیکنه کې مو څينې نښې نښانې چې د نارینه‌وو په اند زړه راښکوونکي دي، راخیستي دي.

په کړنو او حرکاتو کې ښځينه ظرافت؛

ښځې له ښځينه ظرافت پرته لکه بې پاڼو ګل داسې دي. ښځينه عادتونه هماغه څه دي، چې د نارينه‌وو نارينتوب متعادل کوي او د هغوى د ژوند د يوې ورکې شوې برخې په څېر دي. جګ وېښتان، کړنې، حرکتونه او ښځينه شخصيت، ټول هغه څه دي، چې يوه ښځه يې ولري او هېڅکله نبايد د يوه نارينه په توګه رفتار وکړي. دغه کړنې هغه وخت چې تاسې د يوې مېرمنې په توګه ځان وپېژنٸ، درڅخه ترسره کېږي. نو په خپلو کړنو کې ښځينه‌توب وکاروٸ او احساسات مو خپلو خاوندانو ته څرګند کړٸ.

موسکا کول؛

په برېټېش کلمبيا پوهنتون کې ترسره شوې څېړنې ښيي، نارينه هغه ښځې خوښوي چې ډېره موسکا کوي. نارينه ډېر په اسانه د هغو مېرمنو خواته ځي، چې پر شونډو مسکا لري.

عصبانيت/ غوسه؛

د نارينه‌وو په باور کله چې يوه ښځه غوسه کېږي، ښايسته ده! شايد دا غوسه په دې معنا وي، چې يوه ښځه غښتلې او باشخصيته ده. نارينه هغه ښځې خوښوي، چې پياوړى شخصيت لري او تل هر څه نه مني.

ساده توب او د سينګار نشتون؛

د رسمي او شيک کاليو اغوستل، د جګو پوندو بوټونه او د سينګار کول د ځانګړو وختونو لپاره ښه وي،
خو نارينه زياتره هغه مېرمنې خوښوي چې پخپله وي! کله چې له خوب ويښېږٸ، کله چې له حمام راوځٸ خصوصا کله مو چې ويښته جړ وي، د نارينه‌وو په نظر جذاب راځٸ. خو په ياد ولرٸ چې نارينه خيرن او بدرنګ ويښتان نه خوښوي!

عطر؛

خوشبويي د نارينه‌وو په نظر کې ډېره زړه راښوونکى ده. نارينه سپکه او نرمه خوشبويي خوښوي، چې له غېږ نيولو وروسته يې لرٸ، خصوصا د ويښتانو خوشبويي، د دوى په نظر کې خوښونکې ده.

طبيعي ښکلا؛

څېړنو څرګنده کړې نارينه هعه مېرمنې خوښوي چې سينګار نه لري او يا هم بيخي لږ سينګار ولري. څېړونکو ٤٤ ښځې وټاکلې او له هغوى يې وغوښتل چې سينګار وکړي، بيا يې له هغوى انځورونه واخيستل، هم د سينګار سره او هم پرته له سينګاره. د دغو انځورونو پر بنسټ يې، درې معياره په پام کې ونيول: ٠% سينګار، ٥٠% سينګار او ١٠٠% سينګار. هغه انځور چې زما لپاره ډېر ښايسته دى، هغه انځور چې د نارينه‌وو لپاره ښکلى دى او هغه انځور چې د ښځينه‌وو لپاره زړه راښکوونکى دى. هغه انځور چې تر ټولو کم سينګار يې درلود، د ،” زما لپاره تر ټولو ښايسته” انځور تر سليک لاندې وټاکل شو.

کله چې شوخ طبعيته يئ؛

هغه ښځه چې شوخ طبعیته وي، د نارينه‌وو په نظر له ښکلې مېرمنې زړه راښکوونکې ده. د پنسلوانيا پوهنتون تر سره شوې څېړنې ښيي، چې شوخ خلک، جذاب دي او د دې احتمال ډېر دى چې مناسب خاوند پيدا کړي. څېړونکو د ٢٥٠ زده‌کړيالانو سره چې ښځې او نارينه‌وو، مرکه وکړه او دا معلومه شوه، شوخ طبعيتي مهمه ځانګړنه ده، چې وګړي يې په اړيکه کې لټوونکي دي.

کله چې ظاهري ورته والى لرٸ؛

همېىشه هم متضاد يو بل نه جذبوي. د ايلينويز پوهنتون ترسره شوې څېړنه کې، څېړونکو خلکو بېلابېل انځورونه ښکاره کړل او له هغوى يې وغوښتل چې په زړه پورې ځانګړتياوې وټاکي. دې وګړو ډېرى هغه کسان خوښ کړي وو، چې ظاهري ورته والى/ تشابه يې لرله. انګېري چې د دوى ترمنځ يو اشنا حس اغېز ښندلى وي.

کله چې خپل خاص فکر او ليد لرٸ؛

څېړنو وموندله چې نارينه هغه ښځو ته ترجيح ورکوي چې ځانګړى ليد لري. په دغه څېړنه کې له ١١٥ کسانو وغوښتل شول، چې پروفايلونه وڅېړي او بيا وارزوي چې ترکوم حد دوى ته په زړه پورې وو. عجيبه وه چې هم نارينه او هم ښځينه‌وو هغه کسان ټاکلي وو، چې د نورو په پرتله خنثى وو او هر څه يې په اسانۍ نه منل، قوي شخصيت يې درلود او ځانته د يوه خاص فکر او اند لرونکي وو.

ځيرکتيا او لوړ همت؛

دا هماغه ټکى دى چې د ښځينه‌وو او نارينه‌وو ترمنځ په ذهني کچې کې شتون لري. هېڅ شى، نشي کولاى ښکلا او ذهن ته، ماتې ورکړي. د يوه نارينه له نظره کله چې وکولاى شٸ پر ځاى/سمه پرېکړه وکړٸ، منطقي رفتار وکړٸ، هغوى ته وړانديزونه ولرٸ او ژوند معناداره کړٸ، ډېرې زړه راښکونکې يٸ. حرفه يي اوسېدل او د دندې او کسب د پرمختګ لپاره، د لېوالتيا لرل، نه يوازې د نارينه‌وو لپاره جذاب دي، بلکه هغوي ته هيښنده  چارې دي.

رښتينولي؛

کله چې دروغ وايٸ، مجبور يٸ د نورو دروغو سره مخکيني دروغ پټ کړٸ او دا د دې سبب کېږي يوه لړۍ دروغ ووايٸ، چې رسوا کېدل يې خوښونکي نه دي؛ نو هڅه وکړٸ صادق او رښتيني اوسٸ او جعلي او دروغجن ژوند مه جوړوٸ. ځکه يوه ورځ حتما نقاب له څېرې لرې کېږي او نېرنګ او تزوير برملا کېږي.

مېلمه پاله او دوستانه کړنې؛

هره مېرمن بايد مېلمه پاله او دوستانه کړنې ولري، حتا که ماتې يې هم خوړلي اوسي او بد شخصيت ولري. کله چې يوه مېرمن د خاوند د دوستانو او کورنۍ په خلاصه کېږي منونکې اوسي، د خاوند پر وړاندې يې ګرانښت څو چنده لوړ وي. نارينه په مېرمنو کې د مېلمه پالنې او له ځانه تېرېدل ډېر خوښوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي