افغانستان غوره لیګ- کرکټ ۲۰۱۸ روغه سټه ژوند بڼه وزش او تمرین

ورزش وکړئ او له ژونده خوند واخلئ

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري 

ورزش کول خصوصاً د سهار له خوا یوازې د شلو دقیقو لپاره مو د کورتیزول سطحه راښکته کوي او کولای شئ چې ډېر عملکرد ولرئ.
کورتیزول د ډار هورمون دی. دا هورمون د فوق کلیوي غده په قشر کې جوړېږي او وروسته په وینه کې ترشح کېږي. کورتیزول یو له هغو اصلي موادو څخه دی چې نبوغ او د تاریخ‌‌‌‌‌‌‌‌‌ جوړونې لپاره مو فرصت له منځه وړي. لاسته‌راوړنې تاییدوي چې د سهار له خوا ستاسو د کورتیزول سطحه په لوړه درجه کې وي.
همدارنګه علم تایید کړې چې د جسم د چمتووالي او پېژندونکي قدرت ترمنځ حیاتي اړیکه شته. هغه خولې چې فکتور آزاد کوي او تاسو په هغه ورځ د بریا لپاره چمتو کوي. BDNFلامل یې ورزش دی.

همدارنګه دا فکتور هغه سلولونه، چې د استرس له امله یې زیان لیدلی بیا جوړوي او عصبي اړیکو ته سرعت وربښي چې ښه فکر او ژر عمل وکړئ او همدارنګه د نویو سلولونو د جوړېدلو لامل کېږي.
دقیقاً د ورزش کولو په واسطه دوپامین آزادوئ چې پوهېږئ عصبي پیام رسوونکی دی او همداسې د سروتونین مقدار زیاتوي چې ښادي او خوښي تنظیموي. دا یانې د سهار په دې وخت کې مو رقیبان په خوب ویده دي او چمتو یاست چې خپل ژوند رهبري کړئ او عالي پایلو ته ورسېږئ.

څېړنې ښيي چې ورزش کول آمیګدال په لیمبیک سیستم کې یا په هماغه لرغوني مغز کې تنظیم کوي، داسې چې ستاسو ځواب يوې سختې پروژې ته، له یوه جنجالي مشتري سره برخورد یا د یوه ماشوم ژړا ته ډېر آرامه کېږي.
کله چې د سهار په لومړیو کې ورزش کوئ، د وجود تحرک مو ډېرېږي او دا د وجود د غوړو د سوزېدلو لامل کېږي. کله مو چې د وجود چمتووالی پورته کړئ، همېشه روغ پاتې کېدای شئ. سخت تمرین وکړئ، چې اوږد عمر ولرئ.

کله چې له خوب څخه پاڅېږئ او لومړنی کار مو ورزش وي، واقعاً ستاسو په ژوند کې بدلون راولي، نو هر څنګه چې کېږي دا عادت مو په ځان کې رامنځته کړئ او هر کار چې اړین دی، هماغه ترسره کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ