بریا او پرمختګ خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه سپورټ وزش او تمرین

په عمر ۵۲ کلنه، خو په څېره ۲۰ کلنه مېرمن

لیکنه: ياران
ژباړه: عایشه حیدري

د دې خبرې په اورېدلو به حیران شوي یاستئ، چې څنګه شونې ده چې د یوه چا عمر دې ۵۰ کاله او څېره دې یې د ۲۰ کلنې پېغلې وي، خو دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه په نړۍ کې ځينې داسې خلک شته چې تر خپل حقیقي عمر، ډېر زیات ځوان ښکاري، او په لیدو یې داسې فکر کېږي چې دغه تن به ۱۸ یا ۲۰ کاله عمر لري.

حقیقت دا دی چې د عمر په لومړیو کلونو کې انسان ځوان، ښایسته او پیاوړی وي خو د وخت په تېرېدلو او د سن په لوړېدلو سره خپله ځواني، ښایست او خپله پياوړتیا له لاسه ورکوي.

د څېړنو پر بنسټ یو انسان وروسته تر شپیتو کلونو عمر څخه بوډا (زوړ) ګڼل کېږي، هغه کسان چې شپیتو کلونو ته نږدې او یا هم له شپیتو کلونو څخه ډېر عمر لري ښایست یې له منځه ځي د کار کولو توان نه لري او په بدن کې یې د عمر د دوهمې او درېیمې لسیزې ځواک او پیاوړتیا نه لیدل کېږي.

په نړۍ کې ځینې داسې کسان هم شته چې سن یې شپېتو کلونو ته نږدې او یا هم له شپیتو کلونو څخه اوښتي وي، خو لا هم د ځوانانو په څېر پیاوړي او ښکلي وي، د ځوانو څېرو لرونکو لوړ عمره انسانانو له ډلې یوه هم ماساکو میزوتاني Masako Mizutani ده.

ماساکو میزوتاني په ۱۹۶۸ په جاپان کې نړۍ ته سترګې غړولې دي او اوس مهال دوه پنځوس کاله عمر لري، کله چې نوموړې ۴۷ کلنه وه، یو انځور یې په مجازي پاڼو کې خپور شو، هغه مهال یوازې د دغې مېرمنې انځورونه په مجازي نړۍ کې خپاره شوی وو او څوک یې له عمر او ژونده خبر نه وو او نه هم هغې د خپلې ځوانۍ د راز په اړه څه خبره کړې وه.

خو کله چې دغه مېرمن پنځوسو کلونو ته ورسېده، د خپل ژوند حقیقتونه یې بر ملا کړل، او خپل هغو رازونو په اړه یې چې څنګه په لوړ عمر کې ځوانه پاتې شوې ده له خلکو سره شریک کړل. نوموړې د شل کلنو نجونو په څېر ښکاري، ډېرو ته دا خبره د باور وړ نه ده او هېڅوک دا نه مني چې هغه به دوه پنځوس کلنه مېرمنه وي.

کله چې ماساکو میزوتاني پنځوس کاله عمر درلود د جاپان د ځوانۍ ملکې په سیالۍ کې یې ګډون وکړ هغه مهال خلکو دا سوچ کاوه چې ماساکو میزوتاني شل کلنه نجلۍ ده. مېزوتاني په دغې سیالۍ کې لومړۍ مقام خپل کړ او د جاپان د تر ټولو ښایسته او ځوانې جینۍ په نوم و پېژندل شوه. تر دغې سیالۍ وروسته ماساکو میزوتاني ډېر مینه‌وال پیدا کړل، د هغې مینه‌وال په دې هڅه کې ول چې پوه شي د ماساکو د ښایست او ځوانۍ رازونه څه دي او ولې تر اوسه دومره ځوانه پاتې ده.

ماساکو میزوتاني هم پرېکړه وکړه چې د خپل ښایست او ځوانۍ رازونه له خلکو سره شریک کړي هغې پر خپلې فېسبوک پاڼې د خپل ښایست او د ځوانۍ د راز په اړه لیکلي و چې هغه په خپلو خوړو کې په منظم ډول له سبزیو څخه ګټه اخلي او هېڅکله یې څښاک (شراب) او سګرټ نه دي څښلي.

د دې ترڅنګ هغه وایي چې د لمر له وړانګو څخه ځان ژغوري، او تر څو چې اړتیا نه وي د لمر وړانګو ته نه ګرځي، ځکه چې د لمر د وړانګو د زیانونو په اړه ډېره ښه پوهېږي. ماساکو میزوتاني د خپلو خوړو د رژیم په اړه وايي چې په ورځ کې څلور ځلې په لږه کچه خواړه خورم، چې د خپل اندام تناسب (برابري) وساتم.

نوموړې وایي چې هره ورځ ورزش او ټاکل شوې اندازه او پر وخت او ټاکلی خوب کوي. په خوړو کې شيدې، مغذي مواد لکه بادام او غوزان (چهارمغز) ډېر اړین دي او له دغو خوړو څخه ډېره ګټه اخلي او هغه سابه چې شنې پاڼې ولري د هغې اصلي او مهم خواړه دي.

ماساکو میزوتاني نه یوازې دا چې د ورځې په لړ کې ورزش کوي، بلکې هغه د کورنیو ماسکونو او درملو څخه هم د دې لپاره چې ځوانه پاتې شي ګټه اخلي، هغه وایي چې ځیني وختونه د ماسکونو جوړونه د هغې پنځه ساعته وخت نیسي.

نو که تاسو هم غواړئ، ځوان او ښایسته اوسېږئ تل ورزش وکړئ او له هغو خوړو څخه چې بدن ته ډېره ګټه لري په ځانګړي ډول له مېوو او سابو څخه ګټه واخلئ.

د دې ترڅنګ هېڅکله د دنیايي چارو اندیښنه مه کوئ، ځکه همدا اندېښنه ده چې تاسو ډېر ژر زاړه کوي او ستاسو ښکلا له منځه وړي

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ