مارچ 9, 2021

وارنر: موږ مناسبه کارکرده‌ګي ونه کړه

Advertisements

د حیدراباد لوبډلې لوبډلمشر ډېوېډ وارنر وایي، چې د پنجاب پر وړاندې لوبه کې یې غوره او مناسبه لوبه ونشوه کړای او سبب دا شو، چې لوبه وبایلي.
تېره شپه لوبه کې د حیدراباد لوبډله ونه توانېده، چې په ۲۰ توپونو ۳۵ منډې پوره کړي او په وروستیو کې لوبډله ناکامه شوه او په ۱۲ منډو یې لوبه وبایلله.

د ډېوېډ وارنر تېروتنه

اسټرالیایي کیڼ لاسی توپوهونکی ډېوېډ وارنر چې د حیدراباد لوبډلې لوبډلمشر دی، په درې لوبو کې یې ټاس وګاټه او خپله یې توپ اچونه غوره کړه.
تېره لوبه کې یې د راجستان پر وړاندې ټاس وګاټه او توپ اچونه وکړه.
د حیدراباد لوبډلې د راجستان ۱۵۵ منډې هدف په شلم اوور کې د منېش پانډی او ویجی شنکر د ۱۴۰ منډو ملګرتیا په صورت کې پوره کړ.
دا لومړی ځل و، چې سږ کال حیدراباد په یوه لوبه کې منډې پوره کړې او ټارګېټ یې چېس کړ.
د ډېوېډ وارنر تېروتنه دا ده، چې ښه پوهېږي، لوبډله یې په توپوهنه کې کمزورې ده، نو باید د ټاس په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړي.
خو وارنر د رهبرۍ د غړو په مشوره په څو ځلې توپ اچونه غوره کړې ده.
د حیدراباد کرکټ لوبډله په توپوهنه کې کافي ستونزه لري، دوی چې کومې لوبې ګټي؛ نو زیاتره یې په بالېنګ ګټلي دي.
په منځنۍ برخه کې یې توپوهونکي کمزوري دي او د فېنېشر نشتون بله هغه ستونزه ده، چې دا لوبډله ورسره مخ ده.
دې لوبډلې د نومرو په جدول کې شپږم ځای نیولی او په ۱۱ لوبو کې یې ۴ ګټلي دي.
خو د دې لوبډلې یوه بریا په دې کې ده، چې نېټ رن رېټ یې لا هم مثبت دی او د دوو نورو لوبو په ګټلو سره کولای شي، چې دویم پړاو ته لاره په قسمتونو ومومي.
د حیدراباد کرکټ لوبډلې لپاره توپوهنه کې یواځې اوپننګ کې وارنر، بېرسټو او منېش پانډی د ملا تیر بلل کېږي، خو دا چې اوس د جاني بېرسټو څخه هم ښه توپوهنه نه کېږي، نو ځکه لوبډله په کم هدف پوره کولوکې ناکامېږي.
په توپ اچونه کې یواځینی بالر راشدخان دی، چې تل یې خپله غوره ایکانومي ساتلې او ښه توپ اچونه یې کړې ده.
نوموړي په تېرو څو لوبو کې، هره یوه کې یې یواځې اوور کې ۶ منډې ورکړي دي او وېکټې یې هم ترلاسه کړي دي.
راشدخان تېرشپه لوبه کې هم په ۴ اورونوکې ۱۴ منډې ورکړې او دوې وېکټې یې ترلاسه کړې.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ