ژباړه: ملیحه ناصري
ښايي د دې لیکنې په لوستلو او انځورونو په لیدو داسې وانګېرئ چې دا ډول ځایونه به اصلاً نه وي، ځکه هېڅ مو باور نه پرې کېږي چې نړۍ دې د ښکلو ځایونو تر څنګ خورا وېروونکې منظرې هم ولري. دلته مو ځینې درپېژندلي.
ریسټارک پلایا
جالبه دا ده چې دښته تشه ده او هېڅ داسې څوک یا شی نشته چې دا تیګې وښوروي یا یې بېځایه کړي. د حرکت په اړه یې پوهان هيښ حیران دي چې څنګه بې دلیله حرکت کوي او هېڅوک یې بېځایه کولو ته هم نشته.
دا طبیعي منظره د نړۍ د ډېرو وېروونکو سیمو له ډلې شمېرل کېږي. عام وګړي فکر کوي چې ګڼې د پردیو موجوداتو یا خطرناکو خلکو له خوا حرکت ورکول کېږي، خو ریچارډ او جېمز نوریس وايي چې کېدی شي د دښتې د فرش لاندې به اوبه وي. کله چې اوبه ښوري دوی به هم ورسره بېځایه کېږي.
د مادیدي ملي پارک
ډېری پوهان او طبیعتڅېړونکې هیله لري چې د ژویو او بوټو په اړه یې تحقیقات وکړي، خو یوه خبره شته چې دا پارک يې د وېروونکي سیمې په نامه نومولی. د دې پارک هر بوټی، ژوی او حشرې زهرجن دي، هر یو یې کولی شي یو انسان فلج، آن ووژني.
اکیګاهارا ځنګل
خلک پر دې اند دي چې دلته پخواني شیاطین اوسي. چې هر څوک ورغلي د ځانوژني هوډ یې کړی، نو دې همدې لپاره چې هر څوک ورځي، پر کومه لاره چې روان وي، له ځانه نښې پرېږدي، که چېرې د ځانوژنې فکر یې بدل شو چې بېرته پر همغو نښو راوګرځي او لاره ومومي. د همدې له امله د ځنګله لارو کې دا نښې ډېرې دي.
داناکیل کندې
ګومانتوګ سوری/ سمڅه
درینګ، د چیغو ځنګل
درینګ ځنګله ته د چیغو ځنګل ځکه وايي چې ځينې مسافرین چې پر دې لاره تېرېږي او دلته یې سفر کړی، د شپې یو ډول غږونه او چیغې یې تر غوږ شوي دي.
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي