فبروري 27, 2021

د پاکستان سوپرلیګ ته شپږم افغان لوبغاړی هم واخیستل شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

ټاکل شوې نن شنبه ماښام د پاکستان سوپرلیګ پیل شي، چې په دې لیګ کې مخکې پنځه افغان لوبغاړي بېلابیلو لوبډلو اخیستې وه، خو پرون شپږم افغان لوبغاړی هم واخیستل شو.

 

د پاکستان سوپرلیګ پر رسمې فیسبوک پاڼې راغلې، چې پېښور زلمي لوبډلې افغان سلو توپ اچونکی وقار سلامخېل اخیستی.

 

پېښور زلمي لوبډلې وقار سلام خيل د سويلي افريقايي چپ لاسي بيټسمين ډيويډ ميلر په ځاى لوبډله کې واخيست.

 

 

 

 

تر وقار سلامخېل مخکې په PSL کې اخیستل شوي افغان لوبغاړي

 

د یاد لیګ بولۍ ته ګڼو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول.

 

محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب ځدران د پېښور زلمي او قیس احمد بیا د کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره یوځای شول.

 

د پاکستان سوپرلیګ

 

د پاکستان شپږم پړاو سوپر لیګ د شپږ لوبډلو ترمنځ نن پیلیږي او د راتلونکې مارچ میاشتې تر ۲۲مې نېټې پوري به دوام وکړي.

 

اسلام اباد یونایټیډ، ملتان سلطانز، لاهور قلندرز، پېښور زلمي، کویټه ګلډیټرز او کراچۍ کینګز هغه شپږ لوبډلې دي، چې په دې لیګ کې به ولوبیږي.

 

سږ کال د دې لیګ ټولي لوبې د پاکستان په کوربتوب دوو ښارونو لاهور او کراچي کې ترسره کیږي.

 

د نورو کلونو خلاف داځلې پاکستاني خلک دې لیګ ته د پوره چمتوالي ترڅنګ زیات خوشبینه دي، هغه ځکه سږ کال یې لوبې خپل هیواد کې دي او د نورو کلونو په پرتله پکې نامتو او تکړه لوبغاړي اخیستل شوي.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب