مارچ 5, 2021

ولور اخيستل

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

زموږ په ټولنه کې یو بل لوی ظلم پر ښځو دا دی چې د هغوی له خوښې او رضا پرته د پیسو په مقابل کې یو چا ته ورکول کېږي او هغه داسې چې کله یو کس غواړي خپله لور یا خور چاته ورکړي، نو له زوم څخه له مهر پرته یوه زیاته اندازه مال اخلي چې هغه ته ولور ویل کېږي او کله کله دغه مال دومره زیات وي چې د زوم پر وس پوره نه وي، نو هغه مجبور شي چې قرض وکړي یا خپلې ځمکې ګرو کړي او یا غلا او غصب ته ملا وتړي، چې د ولور پیسې پوره کړي او خپل خسر ته یې ورکړي او ځینې خلک دغه ولور ته په خپل له ځانه د مهر نوم ورکوي او بیا یې خپل جیب ته ننباسي.
او ډېری وګړي ځکه ډېر ولور اخلي چې دوی فکر کوي که موږ خپله لور یا خور په لږ پیسو یا مفته ورکړو، نو دوی به فکر کوي چې پر موږ بار ده بیا به له هغه سره سم چلند نه کوي او نه به ورته ارزښت لري.
او دا ډول ولور اخیستل په ډېرو ځایونو کې دود دی، لکه غزني، مزار شریف، هلمند، کابل، پکتیکا او فاریاب کې بېخي ډېر دی. د دغه ولایت د اندخوی، قرمقول، قرغان او خان چارباغ ولسوالیو یو شمېر ځوانانو د ولور له لوړوالي شکایت کوي او وایي چې په یادو سیمو کې د نجونو ولور له ۹ تر ۲۵ زرو امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د اندخوی یو اوسېدونکی وایي د ولور د لګښتونو له سیمې ډېر ځوانان په قاچاقي توګه ګاونډیو هېوادونو ته ځي، چې خپل د واده لګښتونه پیدا کړي، او حتا ځینې یې د نشه‌یي توکو کارونې ته مخه کوي. په ځانګړي توګه په اطرافو کې بیخي عام دود دی.
(په کتاب النصوح کې عایشه رض فرمایي: چې بابرکته نکاح هغه نکاح ګڼل کېږي چې په هغه کې مشقت او تکلف کم وي.)
نو په لور او خور باندې دغه رنګ د پیسې اخیستل یو لوی ظلم او جنایت دی او دا ځکه چې الله تعالی ښځې ته د نارینه‌وو غوندې دومره لوی کرامت او عظمت ورکړی چې د ځمکې ټول شیان یې دوی ته چمتو کړي دي او د دې قیمت د دغو ټولو کایناتو څخه زیاته دی چې څوک یې نه شي ورکولی، بلکې اصیله ښځه په قطعي ډول سره نه خرڅول کېږي ځکه چې دا د انساني کرامت خلاف عمل دی الله تعالی فرمایي: “ژباړه: موږ د ادم اولادې ته کرامت ورکړي دی.”
او دا خبره معلومه ده چې ښځه هم د ادم (ع) له اولاد څخه ده.
او رسول الله ص وايي، چې الله تعالی داسې فرمایي:
ژباړه: زه به له دریو کسانو سره د قیامت په ورځ جګړه کوم (او هغوی ملامتوم) هغه کس چې هغه ته زما په نوم امان ورکړی شوی وي او بیا عدر او خیانت وکړي او پخپل عهد او پیمان باندې وفا ونه کړي او هغه کس چې یو اصیل انسان خرڅ کړي او بیا د هغه پیسې وخوري او د هغه پوره مزدوري نه ورکوي.
نو د دغه حدیث څخه معلومه شوه چې د یو اصیل انسان خرڅول که ښځه وي او نارینه وي دومره لویه ګناه ده چې الله تعالی به پخپله د دغه عمل کوونکي سره په ورځ د قیامت کې جګړه کوي او هغه به ملامتوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي