مارچ 8, 2021

هره ورڅ ۷ چهار مغز وخورئ

Advertisements

ژباړه: مریم محمدي
متخصصین وايي چې چهار مغز د نورو وچو میوو په پرتله په ډېره اندازه آنټي اکسیډان لري، دوی سپارښتنه کوي چې هر شخص په ۲۴ ساعتنو کې باید ۷ دانې چهارمغز وخوري.
د څېړنو په اساس چهار مغز د پروټين غوره منبع ده، که چیرې په منظم ډول وخوړل شي د زړه ناروغۍ، د کلمو سرطان، شکر او د تریخې تیږو مخنیوی کوي.
چهار مغز نه یوازې دا چې ښه خوند لري، بلکې د پوستکي په سلامتیا کې هم رول لري.
چهار مغز د پروټين تر څنګ په پریمانه اندازه امگا ۳ غوړي هم لري. د اومېګا ۳ غوړ په عصابو کې د سلولونو د ملایم فعالیت په لوړوالي کې مرسته کوي، نو په دې اساس حافظه پیاوړې کوي، د فکر کولو په پروسه او تمرکز کې ګټه ور تمامیږي.
په چهار مغز کې داسې آنټي اکسیډان شتون لري چې د سرطان په مخنیوي کې رول لوبوي.
همدارنګه چهار مغز د وینې د صفاوالي سربیره، جریان یې هم ښه کوي او د کلسټرول په کنترول کې هم اغیزه لري.
د ملاتونین په نوم هغه مواد چې په چهار مغزو کې موجود دي، د عصبی ناروغیو د مخنیوي ترڅنګ د خوب په منظموالي کې مرسته کوي.
ډاکتران وايي چهار مغز د زړه رګونو لپاره له زیتون نه هم ګټور دي، نو هڅه وکړئ چې د نورو وچو میوو ترڅنګه د هر ورځ د اوو چهارمغزو خوړل مه وخورئ.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ