افغانستان سرسکالو سوله سیاست

طالبانو مشر: امریکا دې چاته اجازه نه ورکوي چې هوکړه له ناکامۍ سره مخ کړي

یاران May 20, 2020 – ولمه ځلا

د طالبانو مشر پر امریکا غږ کړی چې له دوی سره پر شوې هوکړې ژمن پاتې شي، دی وايي چې دا کار به د ټولو خواوو لپاره ګټور تمام شي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله نن (۳۱ غويي) د کوچني اختر مبارکي په مناسبت په یو غږیز پیغام کې ویلي چې دوی له امریکا سره په شوې هوکړې کې ژمن دي، نو مقابل لوری دې هم کلک ودرېږي، ځکه یاد تړون به د تولو خواوو په ښه‌توب تمام شي.

په دې پیغام کې راغلي: “د امریکا چارواکو ته وایم، چاته باید اجازه ورنه کړئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ شوې توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې، له خنډ، ځنډ او بالاخره له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړي.

دغه راز هبت الله د افغان حکومت په زندانونو کې د دوی د بندیانو روغتیايي وضعیت سخت ښودلی او پر بشري نهادونه، بېلابېل خیریه بنسټونو او شخصیتونو یې غږ ګړی چې ژر د بندیانو د مصئونیت او خلاصون لپاره لازم ګامونه پورته کړل شي.

همدا زار له نړیوال روغتیايي سازمان او موسساتو یې غوښتنه کړې چې په هېواد کې د کرونا سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د محمد اشرف غني او پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د شته ستونزو حل کېدو وروسته یو ځل د بین الافغاني سولې لپاره هلې ځلې پیل شوي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړی استازی زلمي خلیلزاد هم د طالبانو سره د لیدو په موخه د قطر هېواد دوحې ښار ته تللی چې تر هغه وروسته به ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

دغه راز په کابل او ننګرهار ولایتونو کې تر خونړیو بریدونو وروسته د ملي امنیت شورا خبر ورکړ چې د تاوتریخوالي د ډېرو سره او د افغان امنیتي ځواکونو تر خوشې کېدو به د طالب بندیان د خوشې کېډو لړۍ ودروي.

دغه راز ولسمشر پر امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته راوګرځي، خو طالبان بیا وايي چې ولسمشر د جګړې په غځول د خپل واک موده غځوي.

که څه هم زلمي خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه ویلي و د دوی څېړنې ښيي چې دغه بریدونو د طالبانو کار نه او خپله طالبانو هم په دغه بریدونو کې لاس درلودل رد کړي وي.

د دې ټولو سره سره بیا ایران، چین، پاکستان او روسیې هم د سیاسې کرکېچونو پای د بین الافغاني سولې لپاره ګتور فرصت بللی دی.

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ولمه ځلا، کابل

تبصره مو ولیکئ