د یوې نوې څیړنې حیرانوونکې پایلې؛ ولې خلک له پيسو ډکې بټوې بېرته سپاري؟

وايي صداقت تر ټولو غوره پالیسې ده. تازه څیړنې همدا خبره ثابته کړې.
دا څیړنه چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د ساینس په ژورنال کې خپره شوه، پکې له تمې خلاف راغلي، زیات خلک هغه موندل شوې بټوې چې ډیرې پیسې پکې وي، بېرته خاوند ته سپاري.
څرګنده ده، چې صداقت او ريښتینولي د ژوند په ټولو برخو کې مهمه ده؛ خو پوښتنه داده، چې ایا خلک موندل شوې بټوې بېرته سپاري؟ ایا په بټوه که د پیسو اندازه د موندونکي سوچ بدلوي؟!
دې پوښتنو ته د ځواب لپاره یوې څيړونکې ډلې ۴۰ هیوادونو ته سفر کړی او په ۳۳۵ ښارونو کې ګرځيدلي.
ددوی پلټنو موندلې، خلک هغه بټوې بېرته ضرور سپاري، چې پکې ډیرې پیسې وي، نسبت هغوی ته چې پکې کمې یا هیڅ پیسې نه وي. دا څیړنه د اقتصاد هغه ماډلونه ناسم ثابتوي چې وايي، خلک د ډیرو پیسو لپاره ډیر دروغ وايي.
څيړونکي وايي، که څه هم د هر ټولنې خلک د یادې مسلې په اړه بېلابېل روشونه خپلوي، خو په ټوله کې زیات خلک موندل شوې بټوې بېرته سپاري.
په چین، قزاقستان او پيرو کې له ۲۰ سلنو زیات خلک موندل شوې بټوې بېرته نه سپاري، اما په یو شمیر اروپايي هیوادونو لکه ډنمارک، سویډن، پولینډ او نورو کې تر ۶۰ سلنو زیات خلک موندل شوې بټوې بېرته سپاري. هندوستان کې هم تر نېمايي ډیر خلک موندل شوې بټوې بېرته سپاري.
افغانستان او پاکستان په دې سروې کې نشته؛ نو نشو ویلای، چې په افغانستان او پاکستان کې څو سلنه خلک موندل شوې بټوې بېرته سپاري.
خلک ولې موندل شوې بټوې بېرته سپاري؟
څیړونکې که څه هم دې پوښتنې ته بېلابیل دلایل تراشي؛ خو تر ټولو لوی دلیل دادی، چې خلک نه غواړي په ټولنه کې غل او لوټمار وپيژندل شي. دوې فکر کوي، چې موندل شوې بټوه باید بېرته خاوند ته وسپارل شي، کنه دا غلا ده او ښه کار نه دی.
ځېنې داسې دلایل هم وايي، چې دوی له مخفي (پټو) تصویراخیستونکو کېمرو ډاریږي او ویره لري، هسې نه چې تصویر يې واخیستل شي. یو شمېر نور بیا فکر کوي، چې له موندل شوې بټوې ورته کوم عضب جوړ نشي او په جنجال وانه وړي.
خو څیړونکې ډله دا مسله په دې ټکو خلاصه کوي، “هغوی چې کوښښ کوي، په ټولنه کې يې نوم خراب نشي، موندل شوې بټوې بېرته واپس کوي.”
ایا په بټوه کې د پیسو اندازه کوم اغیز لري؟!
هو؛ څیړونکې وايي، خلک هغه بټوې ډیرې واپس کوي، چې پیسې پکې ډیرې وې، نسبت هغوی ته، چې پیسې پکې کمې یا نه وي. څیړونکو ویلي، چې له خلکو يې پوښتلې ولې له پیسو ډکې بټوې بېرته واپس کوي؛ وایي د خلکو ځواب دا وه، چې نه غواړي غل وپيژندل شي.
د څیړونکو په ټکو، څومره چې پیسې په بټوه کې زیاتې وي، خلکو ته هم همدومره مهمه ښکاري، چې بټوه بېرته خاوند ته وسپاري. په یوه تشه بټو یا په څو ډالرو خلکو ته ځان غل نه ښکاري او نه ورته اهمیت لري، چې بټوه بېرته خاوند ته وسپاري.
هغه بټوې چې پکې له ۱۰۰ ډالرو ډیرې پیسې وې، ۷۲ سلنه بېرته اصلي خاوندانو ته سپارل شوي. په هغه بټو کې چې پکې ۱۰۰ او یا لږ کمې پیسې وې، ۶۱ سلنه بېرته اصلي خاوند ته رسیدلي؛ په هغوی کې چې له ۲۰ ډالرو کمې او یا هیڅ پیسې نه وې، یواځې ۴۶ سلنه يې بېرته اصلي خاوند ته سپارل شوي دي.
تاسې راته ووايئ، ایا کله مو بټوه موندلې او بیا مو بېرته اصلي خاوند ته سپارلې؟ یا ستاسې بټوه بېرته چا درسپارلې؟