اپریل 12, 2021

د سهار پلي ګرځیدو بې شمیره ګټې؛ ۵ یې دا دي !

Advertisements

ګرځېدنه یو ساده کار ښکاري، خو د معجزو ډکې ګټې په کې شته، په ځانګړې توګه د سهار له خوا ګرځېدنه ستاسو د روان او صحت له پاره معجزه کوي. دلته مو پرې پوهوو.
د ټولو بې شمېرو ګټو څخه يې یوازې پنځو يادونه کوو:
ـ د ذهن پیاوړتیا؛ یوازې د سهار په څو دقو ګرځېدنه خپل ځان د الزایمر له خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورئ. ډېری کسان په ځوانۍ کې د ذهنې ضعیفوالي سره مخامخ دي او ځېنې بیا د عمر په زیاتېدو سره د الزایمر له ناروغۍ سره مخامخ کېږي. د دې له پاره چې الزایمر څخه په امان کې اوسی یواځې ۱۵-۴۵ دقېقو پورې سهارنۍ ګرځېدنه ولرئ.
ـ د هډوکو پیاوړي کول؛ زیاتره ښځېنه د مفصلونو د دردونو څخه رنځ وړي او د اوستیو پوروس د ناروغیو په لرلو سره د ستونزو سره مخامخ دي او یا هم د پیلویس د ناحیې له دردونو سره مخامخ کېږي، نو د دې له پاره چې په آسانه لاره د دې ستونزو څخه خلاص شئ سهارنۍ ګرځېدنه مه هېروئ؛ چې هډوکو پیاوړتیا سره ډېره مرسته کوي.
ـ د روحیې د پیاوړتیا لامل ګرځي؛ ورځنۍ ژوند د ګڼو ستونزو سره مخامخ او د سترس سره مخ ته ځي. د سترس او د ستونزو د نارمل فشار د کموالي له پاره ورزش کول غوره لاره ده او د ورزش له ډلې څخه د سهار له خوا ګرځېدل له ټولو غوره لار ده.
ـ د نارمل وینې جریان لامل ګرځي؛ د زړه د سلامتی له پاراو د نارمل وينې فشار د ساتلو له پاره د ۳۰ دقو له پاره ګرځېدنه په واقعي ډول سره خپله معجزه ښکاروي.
ـ د بدن د ګلوکوز د کچې نارمل ساتنه؛ د سهار له خوا ۱۵ دقې ګرځېدنه د وینې ګلوکوز په نارمل ډول سره ساتي، که غواړئ د شکرې له ناروغۍ څخه په امان کې اوسئ نو ورزش په خاص ډول سره ګرځېدنه د خپلې ورځني کارونو څخه وګرځوئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي