ځايي چارواکو په هرات کې وجهې او فريد رستګار ته د کنسرت اجازه نده ورکړې

افغانه مشهوره سندرغاړې وجهه راستګار وايي چې د هرات والي يې د کنسرت مخه نېولې.

وجهې بې بې سي ته ويلي چې دې او خاوند يې غوښتل چې د هرات په تخت سفر کې چې د خلکو د مېلې او منظرې سيمه ده کنسرت ورکړي، خو د هرات والي ورته اجازه نده ورکړې.

ددې په وينا غوښتل يې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ دا پروګرام ترسره کړي او هرچا کولای سوه چې بېله ټکټونو ګډون وکړي او بل پلان يې دا وو چې د کنسرت ترڅنګ د هرات د ښځو سره هم وګوري او ورسره وږغېږي.

وجهه وايي تر کنسرت يو ساعت وړاندې يې د امنتي مسولينو سره همږغي جوړه کړې وه خو د هرات والي وحيد قتالي تر دې وړاندې هم د علي شېرنوايي په نړيوال کنفرانس کې زموږ د ګډون مخالقت کړی وو،ددې په خبره د هرات والي وروسته ويلي وه چې دوی حق نلري چې دلته پروګرام جوړ کړي او د عامو خلکو په منځ کې ويډيو او عکسونه واخلي، موږ يې ياد کړي وو چې بايد ژر تر ژر هرات څخه ووزو.

د هرات ځايي چارواکو ويلي چې وجهې او خاوند يې شفاهي غوښتنه کړې وه او بل ځکه يې د دوی کنسرت ته اجازه ورنکړه چې د روژې مياشت نيږدې وه ، بل دا چې امنيتي سرتېرې د علي شېرنوايي د نړيوال کنفرانس په امنیت مصروف وه.

وروستي مطالب