Advertisements
بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې رسنۍ ژوند بڼه

د بریالۍ وینا لپاره ګټورې تګلارې

  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

له وینا څخه وېره په ټولو کسانو کې شته، له وینا کولو څخه ډډه نه شي کېدای، چې د کارو بار ټول خاوندان ورسره مخامخ دي، نو غوره ده چې په لویو او عمومي ځایونو کې د وینا کولو لپاره خپله وېره او ډار را کم کړئ.

ځینې کسان له وینا کولو څخه ډېر زیات وېرېږي او ځینې نور بیا په وینا کولو کې هوسا او آرامه دي، باید وکولای شئ چې له خپلو وېرو سره مخامخ شئ، موږ ټول به څه په کار ځای او څه هم په پوهنتون کې دا موضوع تجربه کړو. په تمرین کولو سره کولای شئ، وینا کول د نورو کارونو په څېر د خپل ځان لپاره آسانه او ساده کړئ. د دې لیکنې په دوام په هغو تګلارو باندې رڼا اچول کېږي، چې له موږ سره مرسته کوي، په لویو او عمومي ځایونو کې د وینا کولو له امله خپل اروایي فشار را کم کړو.

له اورېدونکو سره آشنا شئ

له وینا کولو وړاندې د اورایي فشار د کمښت یوه لاره دا ده، چې له خپلو اورېدونکو سره آشنا شئ، نو هڅه وکړئ، مخکې تر دې چې خپله وینا پیل کړئ، له هغو کسانو سره آشنا شئ، کوم چې په لومړي کتار کې ناست دي او د هغوی په اړه اړین معلومات ترلاسه کړئ. دا کار تاسو ته آرامتیا دربښي او ټوله وېره مو له منځه ځي. د اروایي فشار د کمښت لامل دا دی، چې پېژندل شویو کسانو ته د بېوزله کسانو په پرتله وینا کول ډېره آسانه او ساده دي. په دې اړه فکر وکړئ، چې څنګه کولای شئ، له ټولو سره مرسته وکړئ او ستونزې یې له منځه یوسئ، په دې کار سره به په خپل ځان باندې ډېر زیات باور ولرئ.

د وینا پر موضوع تمرکز وکړئ

که  ډېر زیات اروایي فشار لرئ او اندېښنې مو ټول وجود نیولی دی، نو غوره ده، چې د وینا پر متن تمرکز وکړئ، که غواړئ په خپلې وینا سره د ډېرو خلکو ستونزې حل کړئ، نور نو اندېښنې ته هېڅ اړتیا نه شته او یوازې بسنه کوي، د یوه مناسب متن په لیکلو او په هغه باندې په تمرکز کولو سره خپل ځان ته آرامتیا ور وبښئ. سټیو جابز تل بریالۍ ویناوې لرلې، هغه تل د خپلو ویناوو لپاره مناسبې او ورته جامې ټاکلې، نو خپل فکر یې د جامو په ټاکنه باندې نه بوختاوه او خپل ټول تمرکز یې د وینا په موضوع باندې کاوه. ښایي په دې اړه فکر وکړئ، چې د هغه جامې تل تکراري وې، خو اصلاً دا مسئله مهمه نه ده، بلکې مهمه داده، چې سټیو جابز د خپلو مخاطبینو لپاره د یوې ښې او اغېزمنې وینا د وړاندې کولو په لټه کې و.

په خپل ذهن کې د خپل ځان لپاره د وینا کولو ځای انځور کړئ

د وینا کولو له نېټې وړاندې باید د وینا متن او اړین پاور پاینټ چمتو کړئ، ترڅو د تمرین کولو لپاره کافي فرصت ولرئ، د هیندارې په وړاندې ودرېږئ او په خپل ذهن کې د وینا کولو ځای انځور کړئ، له دې وروسته به د وینا کولو په رښتیني او واقعي ځای کې هېڅ اروایي فشار او اندېښنه ونه لرئ. غوره ده، چې خپلې خبرې د تمرین پرمهال د وینا لپاره ثبت کړئ او هغو ته په غوږ نیولو سره ټولې ستونزې او نیمګړتیاوې لرې کړئ. دا کار د دې سبب ګرځي، چې مهارتونه مو ښه او لوړ شي او د وینا لپاره سل په سلو کې چمتو شئ.

د وینا کولو ځای ته لاړ شئ

یو له هغو کارونو څخه، چې د دې سبب ګرځي، اروایي فشار مو را کم شي، د وینا کولو له ځای څخه لیدنه ده، غوره ده، چې له وینا کولو وړاندې هغه ځای ته لاړ شئ، ترڅو د واقعي وینا پرمهال هېڅ اروایي فشار (سټرس) ونه لرئ.

ورزش وکړئ

د وینا متن د تمرین پرمهال ثبت او له ځانه سره یې ورزشي لوبغالي ته یوسئ، تر کله چې په ورزش باندې بوخت یاست، خپل غږ ته غوږ ونیسئ، دا کار ستاسو د وینې ادرینالین لوړوي او د وینا لپاره مو چمتو کوي. د امریکا د ژور خپګان او اندېښنې ټولنې خبر ورکړئ، چې ۵ دقیقې ایروبیک ورزش کولای شي، ټول ژور خپګان مو له منځه یوسي، نو هېڅکله ورزش مه هېروئ.

له خپلو وېرو سره مخامخ شئ

کله وخت په ژوند کې داسې شرایط رامنځته کېږي، چې نه شو کولای، له وینا کولو څخه وتښتو، نو غوره ده، چې د بهانې د جوړولو پرځای، له خپلو وېرو سره مخامخ شئ او په بشپړ چمتووالي سره وینا پیل کړئ. کله چې له خپلو وېرو سره مخامخ شئ او ووینئ، چې خبرې مو په کومه اندازه په نورو باندې اغېز کوي، نو په خپله هم ډېر هوسا او آرامه کېږئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: