ډېنیس اوونر؛ د نړۍ تر ټولو وحشتناکه څېره

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: عایشه حیدري

ډېنیس اوونر Dennis Avner، د ۱۹۵۸ کال د اګسټ په ۲۷مه د امریکې د متحده ايالاتو په میشیګان کې نړۍ ته سترګې غروړلې دي، نوموړي د ۱۹۵۸ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ژوند کړی دی.
نوموړی د امریکې د سمندري ځواکونو انجینیر و، د ۱۹۸۱ په لومړیو کې یې له سمندري ځواکونو سره دنده پرېښوده او په سنټیاګو کې یې د کمپیوټر پروګرام جوړونکي په توګه دنده پیل کړه، دغو کارونو خوند نه ورکاوه.
ډېنیس اوونر د سټاکینګ کېټ Stalking Cat په نامه مشهور د پیشو پړانګ په څېره کې انسان و او په خپل وخت کې د نړۍ د تر ټولو وېرونکې څېرې لرونکی انسان هم ګڼل کېده.
ډېنیس اوونر په ماشومتوب کې له پیشوګانو سره ډېره مینه لرله، او کله چې د نوې ځوانۍ او ځوانۍ عمر ته ورسېده له چیتا او پړانګانو سره یې مینه پیدا شوه. هغه له پړانګانو سره د بېساري مینې له امله هڅه کوله چې خپله څېره د پړانګانو په څېر جوړه کړي او د همدې موخې لپاره یې بیا بیا درنې او پېچلې جراحۍ ترسره کړې دي.
یاران له نورو رسنیو 453 ډېنیس اوونر؛ د نړۍ تر ټولو وحشتناکه څېره
هغه په خپلو هڅو کې بریالی هم شو، او تر جراحۍ وروسته یې څېره په وېرونکې، وحشتناکې او حیرانونکې څېرې بدله شوه. د هغه څېره یوې ښځې او پړانګانو ته ورته وه. ډېنیس به د خپل دغه کار په اړه ویل چې له پړانګانو سره یې د بېسارې مینې له امله خپل مخ داسې جراحي کړی دی، او ویل به یې چې غواړي د پړانګ په څېر و اوسي.
یاران له نورو رسنیو 454 ډېنیس اوونر؛ د نړۍ تر ټولو وحشتناکه څېره
د ۱۹۸۰مو کلونو په لومړیو کې ، ډېنیس د خپل شخصي لید او پړانګانو سره د مینې د احساس له امله، په خپل بدن د رسمونو او د خپل مخ د جراحي کولو او د جراحي پر مټ د څېرې د بدلون پیل وکړ.
په ځينو مرکو کې نوموړي په وار وار ویلي چې د خپلې څېرې فزیکي بدلون غوره ګڼي. ډېنیس د خپل شخصي لید پر بنسټ چې فکر یې کاوه د څېرې دغه ډول بدلون په شمالي امریکا کې د میشت هورن توکم له لرغونو وینډوت دودنو (Wyandot tradition) سره اړخ لګوي، خپله څېره بدله کړه، که څه هم دا د هغه شخصي لید وو نه دودیز عمل، خو هغه خلکو ته دا هم و ویل چې په همدې قبیله کې را لوی شوی دی او ورته ویل شوي وو چې خپلې څېرې ته دې بدلون ور کړي.
یاران له نورو رسنیو 455 ډېنیس اوونر؛ د نړۍ تر ټولو وحشتناکه څېره
نوموړي د پړانګ د څېرې د خپلولو لپاره په جراحي په زرګونو ډالرو لګښت کړی ده او د خپل وخت د نړۍ تر ټولو وحشتناکې مېرمنې په نوم پېژندل شوې وه.
ډېنیس د ۲۰۱۲ زېږدیز د نومبر په ۵مه نېټه د نيژدې ۶۲ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې دي. د هغه د مړینې خبر یوه اونۍ وروسته خپور شو، په هغه لیک کې چې نوموړي لیکلي وو، یادونه یې کړې وه چې د هغه مړینه ځانوژنه ده.