مارچ 4, 2021

په څو ګټورو تګلارو سره د وخت له بېځایه لګښت څخه مخنیوی

ژباړه: عطا محمد میاخېل

یو له هغو پوښتنو څخه، چې تل ورسره مخ یو، دا ده چې څنګه د وخت له بېځایه تېرېدلو څخه مخنیوی وکړو او څنګه چلند وکړو، چې له وخت څخه ښه ګټه اخیستنه ولرو. دا مقاله به په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.

موخې مو وپېژنئ

په دې ځای کې زموږ منظور ستاسو ټولیزې موخې دي، څه د کار او څه د شخصي ژوند لپاره وي، مثلاً تاسو هوډ لرئ، چې د خپل کار او شخصي ژوند ترمنځ تر ټولو غوره توازن رامنځته کړئ، ډېر ورزش وکړئ او دغه راز له خپل ماشوم سره ډېر وخت تېر کړئ، کله مو چې خپلې ټولیزې موخې مشخصې کړې، کولای شئ هغه په کوچنیو کارونو باندې ووېشئ او خپل ورځني ژوند ته یې داخل کړئ.

وخت بندي وکړئ

ښایي یوه یا څو اونۍ وخت ونیسي، چې متوجه شئ، هغه کارونه چې تل یې ترسره کوئ، څومره وخت نیسي ـــ لکه د کالیو وینځل، د سبا ناري چمتو کول، د خوب ځای منظمول. ډېری خلک له اړتیا څخه ډېر وخت د هغو ورځنیو کارونو، لکه لامبلو لپاره په پام کې نیسي او په مقابل کې یې ډېر کم وخت د سختو او ستونزمنو کارونو، لکه راپور لیکلو لپاره په پام  کې نیسي. که تاسو په دې باندې پوه شئ، چې د هر کار لپاره څومره وخت په پام کې نیسئ، نو په غوره توګه کولای شئ، چې مدیریت یې کړئ.

لومړیتوب بندي

هغه کارونه، چې باید ترسره یې کړئ، په څلورو برخو یې ووېشئ: ۱ ـــ مهم او ضروري. ۲ ـــ مهم خو ناضروري. ۳ ـــ نامهم خو ضروري. ۴ ـــ نامهم او ناضروري. موخه دا ده چې د مهمو او ضروري کارونو په لیست کې ډېر کم کارونه ولرئ، ځکه دا موارد په انبارېدو سره د اروایي فشار د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
که تاسو وکولای شئ خپل وخت په سمه توګه مدیریت کړئ، باید ډېر ناضروري، خو مهم کارونه ولرئ، دا په داسې حال کې ده، چې تاسو ډېر مهم کارونه ترسره کوئ او په راتلونکې کې له وارخطایۍ څخه مخنیوی کوئ.

د خپلې ورځې لپاره پروګرام جوړ کړئ

کله چې دېته متوجه شوئ، چې هر کار څومره وخت نیسي او مهم کارونه کوم دي، نو پروګرام جوړونه پیل کړئ. نرم او انعطاف منونکی و اوسئ.
کارونه مو تر ډېره سهار پرمخ بیایئ او که له غرمې وروسته؟ آیا خوښېږي مو، چې د مازدیګر له مخې آزاد وخت ولرئ؟ وګورئ، چې په کوم وخت کې ډېره ښه پایله ترلاسه کوئ او د پروګرامونو له بدلون څخه مه وېرېږئ.

سخت کارونه ژر ترسره کړئ

مارک تواین په دې باور دی، که ستاسو کار د یوه کب خوراک وي، تر ټولو لومړی کار، چې سهار یې ترسره کوئ، باید د هغه خوړل وي او که کار مو د دوو کبانو خوراک دی، نو هرومرو لومړی یې لږ غټ وخورئ. په بل عبارت، که غواړئ په ورځ کې سخته کار ترسره کړئ، نو باید لومړی یې ترسره کړئ، چې په پاتې ورځ کې اندېښمن ونه اوسئ.

آیا د وخت په پام کې نیولو ارزښت لري؟

د هر کار له ترسره کېدو مخکې فکر وکړئ، چې آیا دا کار تاسو خپلې اصلې موخې ته نږدې کوي؟  د بېلګې په توګه: هغه وخت، چې تاسو یې د اضافي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره لګوئ، چې هیچا یې درنه غوښتنه نه ده کړې، کولای شئ په ورزشي لوبغالي او یا هم له ماشومانو سره یې تېر کړئ.

خپل ځان ته دوکه مه ورکوئ

که د کوم کار لپاره مو نهه بجې په پامې کې نیولې وي، نو ورته پابند اوسئ. د هغه کار د ترسره کولو لپاره ۹:۱۷ ناوخته ده. د یوه کار د وخت له لاسه ورکول د دې سبب ګرځي، چې د نورو کارونو وخت هم له لاسه ورکړئ. که غواړئ انعطاف منونکی واوسئ، نو د خپل ځان ته د ټاکلو حق ورکړئ، د بېلګې په توګه: برېښنا لیکونو ته ځواب ورکول یا د کاغذونو تنظیمول.

له یوه ځایه یې پیل کړئ

زړه مو نه غواړئ، چې کوم کار ترسره کړئ؟ په خپلې لټۍ او ټنبلۍ باندې غلبه وکړئ او له یوه کوچني کار څخه یې پیل کړئ، په خپل کار کې په کوچني پرمختګ سره، د نورو کارونو د ترسره کولو لپاره انګېزه پیدا کوئ.

له ټولو وختونو څخه ګټه اخیستل

کوم ځای ته تر تګ مخکې پنځلس دقیقې وخت لرئ؟ په وېب سایټونو او مجازي نړۍ کې د ګرځېدو لپاره تر ټولو غوره وخت دی؟ له همدې کم وخت څخه ګټه اخیستنه به مو حیران کړي. داسې په پام کې ونیسئ، چې د ورځې په ساعت کې څلور تر پنځلس دقیقو کې کولای شئ ډېر زیات کارونه ترسره کړئ.

د وخت محدودیتونه وټاکئ

«دا تر ټولو ډېر وخت دی، چې کولای شو د دې کار لپاره یې ځانګړی کړو»، د ټولو کارونو لپاره دا جمله ووایئ او شمېره مشخصه کړئ. ښایي کار مو له هغې څخه ژر بشپړ شي، خو لږ تر لږه ډېر وخت یې نه دی نیولی او د وخت په تېرېدو سره د وخت دا محدودیتونه واقعیت ته نږدې کړئ.

د ښو کارونو لپاره د پروګرام جوړول

له وخت څخه د غوره ګټه اخیستنې تر ټولو اصلي موخه دا ده، چې وکولای شئ، په هغو کارونو باندې ډېر زیات وخت ولګوئ، چې د زړه له کومې ورسره مینه لرئ. له شوره ډک، سالم او نا دنده ایز کارونه د اوونۍ په اوږدو کې په پام کې ونیسئ، ترڅو تاسو د خپلو پروګرامونو په اړه خوش بین او انګېزه لرونکی وساتي. په دې مواردو کې کېدای شي تمرین کول، استراحت او حتا سفر وي، په ځانګړې توګه، کله چې دروند کار مو ترسره کړی وي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي