ادبیات کلتور او هنر

وحدت الوجود !

لیکنه: مصطفی سالک

چې تاته وګورمه زه ښکارم
چې ځان ته وګورمه ته ښکاري
حمزه بابا

دا د وحدت خبره ما له مشومتوبه اوریدلی، او بیا مې چې په زلمیتوب کې حمزه بابا ته مخه شوه نوره مې هم ورسره لیوالتیا ډیره شوه خو هیڅکله مې نیت ونه کړ چې په دې موضوع پسې قلم راواخلم، ځکه چې تر ډیر لوست وروسته هم ماته دا یوه معما ښکاریده او فکر مې کاوه چې دا به د عافارفانو شاعرانو تخیلي اختراع وي، خو نن غواړم څه ولیکم ګوندې د پښتو ادب د یو شمیر مینه والو ذهن مو لږ څه روښانه کړی وی چې له دغې موضوع سره لیوالتیا لري.
مرحوم استاد کاکاخیل صاحب به ویل چې (وحدت الوجود یوه فسلفه نه ده یوه مشاهده ده) مانا دا چې دا حس کیږي په دلیل ثابتول یې ګران دي، هرڅه چې د علم او تجربې له ګوتو بهر وي فلسفه کې څیړل کیدی شي، اوس که څوک مشاهده نه لري او د وحدت الوجود پر اړه لیکل کوي، نو دا به د باروخ سپینوزا فلسفه وي، او که د مولانا رومي په څیر د مشاهدې څښتن پرې څه لیکي نو هغه به هم وايي چې خاورې پر ما او خاورې پر دې تمثیل زما ځکه دا په کلیماتو کې نه راځي.

وحدت الوجود د ځانګړو انسانانو تجربه ده ځکه ددغه نوم په اوریدو اصل تصور د ټولو انسانانو په ذهنونو کې نه ژوندی کیږي، په وحدت الوجود کې ټول یو وجود څنګه وي، څه ووایم هغه کسان چې کله پیریانو نیولي ښايي زما په دې خبره لږ ښه پوه شي کله کله چې پر انسان پیری کیني، نو د اندامونو واک ان ژبه له لاسه ورکړي خو په زړه کې پوهیږي چې دا زه نه یم بل څوک زما په ژبه خبرې کوي، وحدت الوجود کې انسان له هر څه سره یو شي یو روح په ټولو کې روان وي انسان پوهیږي چې اوس زه له هرڅه سره یو شوی یم خو زړه یې بیدار وي او پوهیږي چې زه له کایناتو سره یو یم خو دادی بیل هم وجود لرم دلته دا خبره ختمه شي چې ګواکې وجودي مرحلو ته رسیدل نعوذ بالله د خدای کیدلو مانا لري داسې نه وي انسان د وجودي مشاهدې پر مهال د خپل انفرادیت احساس له لاسه نه ورکوي او عابد او معبود پر خپل خپل ځای وي یو شمیر صوفیانو هڅه کړې چې د ناچارۍ نه دا خبره په دوو مادي مثالونو واضح کړي خو شونې نه ده چې غیر مادي وجود دې په ماده کې تعریف شي خو دغه پخواني تخیلي شاعرانه مثالونه اوس هم د صداقت مهر لري یو یې حباب او سمندر دی حباب د سمندر برخه ده خو خپل بیل وجود هم لري، بل مثال د تار او غوټو دی هره غوټه بیل وجود لري خو ټولې د تار برخه دي.

یو شمیر وحدت الوجودي فلسفیان هم په نړۍ کې د یوه غیر مادي وجود خبره کوي دوی وايي که هغه په هرڅه کې نه وي محدود شو، محدود حادث شو،حادث مخلوق شو او مخلوق قابل فنا دی او قابل فنا خدای نه شي کیدی، دا هرڅه چې وینو دې پایلې ته رسو، چې وحدت الوجود یوه خبره ده، بله دا چې د هر مذهب لارویو ددې تجربې تصدیق کړی، هر چرته یې کړې او په هره زمانه کې یې کړی، د ارواښاد علامه صلاح الدین سلجوقي په کوم کتاب کې مې لوستي وو چې خدای بښلي علامه سید جمال الدین افغان هم د لویدیځ د عیسایانو او مسلمانانو د نزدی کولو لپاره د وحدت الوجود د نظریې حمایت کړی و خو د علامه سلجوقي په وینا د عیسایت خښته دومره د وخت په کلیساګانو کې پخه شوی وه چې بله بڼه یې نه غوره کوله. دلته موږ د وحدت الوجود لپاره د یوه نوي سیاسي ارزښت نظریه نه څیړو بلکې د ماهیت په اړه یې خبره کول وو، ځکه چې زموږ کلاسیک ادب کې د وحدت الوجود ډیر شعرونه ثبت دي او زموږ په زمانه کې حمزه بابا دا مضمون په کثرت سره بیان کړ چې د هغه د غزل ولي یې درانه کړه،ځکه دا مضون یو خو هسې هم د سیمې په ژبو کې یو تکراري مضمون دی او ظاهره خبره ده چې حمزه بابا هم په کې کوم نوی والی نه دی راوستی. صوفي فکر کوي چې خبره دده او د محبوب تر منځ ده خو په وحدت الوجودي تجربه کې انسان پر کایناتو وویشل شي.

ما خو به دا وی، چې د هر چا شومه
هیڅ نه اوم اګاه چې د هر چا شومه
ستا په تصور لکه د ستا شومه
څوک به شي رسوا که تماشا شومه

خو د مراتبو فرق یې ساتلی دی:
زه له تا دومره جدا یم لکه عکس په اینه کې
زه حمزه دې هم خانه اوم هم خانه یم لا تر اوسه
غضنفر صیب زما پر یوه بیت لیکنه کړې وه، او ستدلال یې دا و چې د وحدت الوجود اظهار ډیر پخوانی شو نوی انداز ورته په کار دی بیت دادی:
دا د وحدت خبره تشه شاعري هم نه ده
ګنې نو نو ولې په هر مخ کې پټیدله جینۍ
رښتیا هم ما په خپله شاعرۍ کې د تصوفي تجربو لپاره د نویو مجازي علامتونو موندلو هڅه کړې دا چې څومره به بریالۍ وي د یوه شاعر په توګه یې ماته ویل ګران دي.
په پای کې به دا ووایم چې وجودي مشاهده، هغه څه نه دي چې موسی علیه السلام یې لیدل غوښتل نو چې هغه ته وايي هیڅکله مې نه شې لیدی نو بل به یې څوک وویني له ټولو تجربو وروسته هم عارف پوهیږي چې دا هرڅه بیا هم د حقیقت یو حجاب دی. رحمان بابا خبره خلاصه کړې ده:
دا همه واړه حجاب دی چې لیده شي
نور د حسن بالاتر دی تر ادراکه

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل