ټولنیز ژوند

وږی یتیم (له پنده ډکه کیسه)

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د یوې ښځې خاوند ومړ، د دې لپاره، چې خپل خاوند ته یې خدمت کړی وي، نو د هرې جمعې په شپه به یې خواړه پخول او د خپل یتیم زوی په لاس به یې د بېوزلانو کورونو ته لېږل.

بېچاره ماشوم، سره له دې، چې وږی به و، نو خواړه به یې له خپلې مور څخه اخیستل او د بېوزله خلکو کورونو ته به یې وروړل او خپله به په وږې خېټه کور ته راته او ویده کېده به، تر دې، چې یوه شپه یې د صبر کاسه ډکه شوه او په لاره کې یې خواړه په خپله وخوړل، په مړه خېټه کور ته راغی، هوسا او آرامه ویده شو.

په هماغه شپه ښځې خپل خاوند په خوب کې ولیده، چې هغې ته یې ویل: یوازې نن شپه خواړ ماته را ورسېدل. ښځه له خوبه را ویښه شوه او په ډېرې حیرانتیا سره یې له خپل زوی څخه پوښتنه وکړه: د تېرو جمعو د شپو په خوړو دې څه وکړل او د تېرې شپې خواړه دې چاته ورکړل؟ پرون شپه مې ستا پلار په خوب کې ولیده، چې ویل یې، یوازې د پرون شپې خواړه ماته را رسېدلي دي. ماشوم یې رښتیا خبره وکړه او وې ویل: د تېرو جمعو د شپو خواړه مې د بېوزلانو کورونو ته وړل، خو پرون شپه ډېر وږی وم، نو خواړه مې په خپله وخوړل او آرامه ویده شوم.

ښځه په دې پوهه شوه، چې د خاوند لپاره مې تر ټولو ښه او غوره خدمت دا دی، چې یتیم یې موړ وساتم.

په نبوي حدیث کې هم راغلي دي، چې هغه صدقه سمه نه ده، په داسې حال کې یې چاته ورکوې، چې خپل او خپلوان دې اړمن او محتاجه وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل