خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کورنی ژوند

له واده وروسته پېښمېانتیا

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

ډېر داسې کسان شته چې له واده څخه مخکې خپل د ګډ ژوند ملګري په هکله هېڅ معلومات نه لري او نه هم په هکله څېړنه کوي یا د پلار یا د مور په خوښه واده کوي، خو وروسته له څخه پښېمانه وي.
د ګډ ژوند په هکله باید ډېر مهارت او معلومات ولرو تر څو ښه ژوند جوړ کړو، چې په راتلونکې کې پښېمانه نشو.

که د اولادونو د شمېر او روزنې په اړه هم سره همغږي ونه اوسو، نو بیا هم دا ستونزه موږ ته پیدا کېدای شي.

په ګډ ژوند کې نه یوازې د ګډ ژوند ملګری مهم دی، بلکې کورنۍ یې هم مهمه ده، باید د هغوی په هکله هم معلومات وکړو او وڅېړو چې پوه شو چې دا څه ډول خلک دي.

په هره اړیکه کې افهام او تفهیم اړین دي، موږ باید تل د یو بل ستونزې حل کړو، چې له خپلې اړیکې څخه پښېمانه نه شو.

کله چې غواړو ګډ ژوند پیل کړو، نو د هرې برخې په هکله باید څېړنه وکړو، لکه باورونه ژوند او همداسې نور موضوعاتو په هکله باید په دې پوه شو چې هغه څه ډول ژوند غواړي، کومې غوښتنې لري، راتلونکې کې کومې موخې لري ایا موږ ښه ژوند جوړولی شو که نه، نو باید ځان پوه کړو.

کله چې خاوند یا مېرمن یو څخه وکړي او مقابل لوری بل څه وغواړي یعنې ترمنځ یې همغږي نه وي نو بیا هم له ګډ ژوند پښېمانه کېږي.

ځینې انسانان یو څه غواړي خو کله چې واده وکړي وګوري د هغوی د غوښتنې برعکس شوي نو د دې لپاره هم ژوند په ښه توګه مخته نشي وړلای.

ځینې وګړو ته په بیروبار کې ژوند کول ستونزمن کار دی، نو د همدې لپاره لومړۍ باید خپل معلومات بشپړ کړو خپل د ګډ ژوند ملګري په هکله.

که له واده څخه مخکې د مقابل لوري د مخینې څخه خبر نه اوسو او له واده وروسته خبر شو نو دا هم د پښېمانتیا سبب کېږي.

که موږ فکر کوو چې یو بل سره مینه لرو او له واده وروسته بیا هم پښېمانه شو، نو باید پوه شو چې واده مو له مینې په بنسټ نه د وابستګۍ په بنسټ و.

نو ځکه کله چې واده کوو باید لومړۍ خپل ځان ډاډه کړو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ