مارچ 2, 2021

د واده اړیکې د پایښت لپاره لس زرینې کیلي ګانې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ستاسو په اند د خپل ژوند له شریک سره ستاسو د یوې بریالۍ اړیکې کیلي څه ده؟ ډېری خلک په خپل ورځني ژوند کې ډېر ځله د دې پوښتنې په اړه فکر کوي، په داسې حال کې چې نه پوهېږي، کله وخت هغه موارد، چې هېر کړي یې دي او یا بې ارزښته ګڼل کېږي، کولای شي د یوې سالمې او خوشاله اړیکې له لرلو سره مرسته وکړي. که غواړئ خپلې اړیکې ته په بریا سره دوام ورکړئ، نو لاندې ټکو ته پام وکړئ.

۱ ـــ حتا د یوه ساعت لپاره

په یاد ولرئ، په هغه اړیکه کې چې ارزښتمن وختونه نه وي، ژوندۍ به پاتې نه شي، له دې امله د ورځې یو ساعت او په میاشت کې یوه ورځ خپل وخت یوازې یو بل ته ځانګړی کړئ او ټول هغه وخت له یو بل سره د اوسېدو لپاره مصرف وکړئ.

۲ ــــ لکه څنګه چې دی

په پیل کې ډېری وخت هغه جزیات، چې تاسو یې د خپل ژوند د شریک په لور جذب کړي یاست، یوه موده وروسته، تاسو ته خوند نه درکوي. زده کړئ، چې د خپل ژوند شریک لکه څنګه چې دی، ورسره مینه ولرئ او د بدلون لپاره یې هڅه مه کوئ.

۳ ـــ هغه څه مو چې نه خوښېږي وایې ورئ، خو په خوله یې مه راوړئ

ګټور بحث او خبرې اترې زده کړئ او هېڅکله هغه خبره، چې نه مو خوښېږي، د خپل ژوند د شریک له خولې څخه یې واورئ، په خوله یې مه راوړئ. یوازې په یاد ولرئ، چې له لانجې وروسته تر ټولو مهم ټکی، په ښه توګه د اړیکې د بیا رغاونې وړتیا ده.

۴ ـــ د نوې نظریې (آیډیا) په لټه کې اوسئ

د خپل ګډ ژوند اړیکې کلکې او ټینګې وساتئ. دا اړیکې ښایي څو کاله وروسته په بل مخ واوړي، که د یوې بریالۍ اړیکې غوښتونکي یاست، هېڅکله باید دا غورځېدنه (سقوط) ونه منئ، دا چې له موضوع څخه خبر شوئ، نو د خپل ژوند له شریک سره یې شریکه کړئ. د لامل د موندنې په لټه کې شئ. کله وخت شونې ده، چې په ګډ ژوند کې له جوړې څخه یو لوری د اړیکې د رامنځته کېدو لپاره ډېره لېوالتیا ولري. تاسو کولای شئ له دې موضوع سره د یوې نوې آیډیا په توګه چلند او ترې هر کلی وکړئ.

۵ ـــ بښونکي و اوسئ

زده کړئ چې وبښئ او ستونزې نالیدلې ونیسئ. که داسې احساس کوئ، چې له یوې مهمې ستونزې وروسته، نور نه شئ کولای چې خپل د ژوند شریک وبښئ یا داسې احساس کوئ هغه رښتینولي، چې ستاسو ترمنځ ده، بېرته به را ونه ګرځي، خپل ځان او د ژوند شریک ته مو یو فرصت ورکړئ، له دې وروسته له یوه بل کس سره دا ستونزه شریکه کړئ.

۶ ـــ تر ټولو مهم احساس

په یوه اړیکه کې د خوندیتوب احساس، د ټولو افرادو اړینه اړتیا ده. دا مه هېروئ، چې یوه بریالۍ اړیکه د جوړښتونو او هوکړو پر بنسټ رامنځته کېږي.

۷ ـــ د پیسو ارزښت

د جوړو ترمنځ اقتصادي مسئله د شخړو او لانجو د رامنځته کېدو یو له بنسټیزو لاملونو څخه ګڼل کېږي. د دې لپاره، چې اړیکه مو ښه پرمخ لاړه شي، نو باید مالي موارد هم په پام کې ونیسئ او حتا د خپل کور لپاره، له ټولو تفصیلونو سره د بودیجې د ټاکلو په فکر کې واوسئ.

۸ ـــ غوږ ونیسئ

د یوې بریالۍ اړیکې په رامنځته کولو کې، خبرې اترې اغېزمن رول لري. د خپل ژوند د شریک خبرو ته په دقیقه توګه غوږ ونیسئ او له رټنې او قضاوت څخه لاس واخلئ. د خپل ځان او د خپل ژوند د شریک ترمنځ په خبرو اترو کې، هېڅکله اجازه مه ورکوئ، چې احساسات مو په فکر باندې غالب شي او تل دا په یاد ولرئ، چې د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې اترې له تاسو سره مرسته کوي، چې له یو بل څخه ژور درک ولرئ.

۹ ـــ تړاو ولرئ، خو خپلواک پاتې شئ

هڅه وکړئ چې تل د خپل تړاو او خپلواکۍ د احساس ترمنځ توازن وساتئ. د خپل ژوند شریک ته ووایئ، چې ورته اړتیا لرئ، خو هېڅکله د تل لپاره ورپورې تړلي مه پاتې کېږئ او خپلواکي یې له منځه مه وړئ، ځکه دا کار به مو د ژوند د شریک د آزادۍ احساس له منځه یوسي. په مقابل کې یې هڅه مه کوئ، چې د خپل ژوند د شریک له مشورې او ملتیا پرته کارونه ترسره کړئ، ځکه دا کار د دې سبب ګرځي، چې هغه داسې احساس وکړي، چې د خپل ژوند شریک ته اړتیا نه لرئ، په پایله کې د دا ډول ستونزو له رامنځته کېدو څخه د مخنیوي لپاره، تل هڅه وکړئ، چې د خپل تړلي اوسېدو او خپلواکۍ ترمنځ یو ښه توازن رامنځته کړئ، په یاد ولرئ، چې یوه بریالۍ اړیکه د تړلي اوسېدو او خپلواکۍ ترمنځ د یوه منطقي توازن پایله ده.

۱۰ ـــ دا د ماتې نښه نه ده

هېڅکله داسې تصور مه کوئ، چې د مشورې یوه مرکز ته تلل او خپلې ستونزې ورسره شریکول، د یوې اړیکې د ماتې نښه ده. مشاور ته ورتګ کولای شي د یوې مخ پرماتې اړیکې له بېرته را ګرځېدو سره ډېره زیاته مرسته وکړي یا حتا یوه عادي اړیکه، په یوې بشپړې او بېسارې اړیکه باندې بدله کړي. نن ډېری خلک د خپلو ستونزو د حل لپاره د مشورې مرکز ته ورځي.

هم ستونزه ولرئ او هم بریالي اوسئ

د یوې بریالۍ اړیکې رامنځته کول او د تل لپاره یې ساتل، همېشه له سختیو سره مل ده، خو مه هېروئ، چې دې اړیکو ته به لاسرسی ناشونی نه وي، لکه څنګه چې ډېری جوړو ثابته کړې، یوازې سل سلنه دوه اړخیز ګډون (مشارکت) ته اړتیا ده. د یوې بریالۍ اړیکې لرل یوازې د بشپړ او بې ستونزې ژوند د لرلو په مانا نه دی، په یاد ولرئ، که تاسو او د ژوند شریک مو دواړه د دا ډول اړیکې د رامنځته کېدو غوښتونکي واوسئ، نو په حقیقت به بدله شي او هر څه به هغه ډول چې تاسو یې غواړئ، پرمخ لاړ شي.
تل په یاد ولرئ، د خپل ځان او د خپل ژوند د شریک ترمنځ د اړیکې د ښه کېدو لپاره ستاسو کوچني ګامونه کولای شي، د بریالۍ اړیکې په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي، سر بېره پر دې نباید هېر کړو، سره له دې چې د ژوند په ټولو پړاوونو کې د بریالۍ اړیکې لرل، ځانګړی ارزښت لري، خو له واده مخکې او وروسته دوران، د مسؤولیتونو د ډول له پلوه له یو بل سره توپیر لري او طبیعي ده، چې د هغو هڅو ډول، چې له دې دوو دورانونو څخه په هر یوه کې یې کېږي له یو بل سره به توپیر ولري.
د بېلګې په توګه: له واده وروسته تاسو نه شئ کولای چې د یوې ستونزې له رامنځته کېدو وروسته، په ډېرې آسانۍ سره اړیکه پرې کړئ او د بل کس په لټه کې شئ، په دې دوران کې تاسو د مناسبو حل لارو د موندلو مسؤول یاست، حتا که دا ستونزې روحیه او دنده مو هم تر اغېزې لاندې راولي، بیا هم تاسو د خپل ژوند له شریک سره د خپلې اړیکې په وړاندې مسؤول یاست.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د سوداګریزو لوبو ۵ موخې

لیکوال: سپورټ یاران - برخه : سپورټ

له افغانستان نیولې تر پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، عربي متحده امارات، اسټرالیا، انګلستان، سویلي افریقا، امریکا، ویسټ انډیز او کاناډا سوداګریز لیګونه لري او د نړۍ له مختلفو هېوادونو نړیوال لوبغاړي اخلي او لوبوي ... نور ولولئ