فبروري 28, 2021

مخکې له واده څخه بايد په مالي مسائلو فکر او خبرې وکړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس
څېړنې ښيي چې پيسې د زوجينو د تفاهم يو اصلي لامل دی. که مخکې له واده څخه په صداقت او رښتينولۍ سره د مالي مسائلو په اړه خبرې وکړئ، نو دوامداره او په زړه پورې ژوند به ولرئ.
پيسې د شتمنۍ تعيين کوونکي بلل کېږي، خو د زوجينو برابرۍ، امنيت، عشق، قدرت او ازادۍ کې ډېر رول لري.
مخکې له دې چې يوې انجلۍ/ هلک سره د واده تړون کوئ، نو د خپل ژوند په مالي برخو بايد ورسره مشوره او خبرې اترې وکړئ. دا به ډېره غوره وي چې د خپلو هيلو، غوښتنو او ضرورياتو يو واضح او څرګند انځور ولرئ. د خپل ژوند راتلونکې شريکې/ شريک سره د مالي مسائلو په اړه هرو مرو خبرې وکړئ، د مالي مسائلو د کنټرول او څرنګوالي په اړه د هغې/ هغه نظر واخلئ. هرڅومره چې د مقابل لوري او خپل ځان د انتظاراتو په اړه پوه شئ، نو کولی شئ چې غوره پرېکړه وکړئ.
د خپل د ژوند ملګرې/ ملګري څخه مو د ناروغۍ د بيمې، د عمر د بيمې، د مالي محدوديتونو پر وخت صرفه جويۍ، د اوسېدو ځای، اجارې، پېر او د زده کړو د دوام په هکله هرو مرو او ضرور وپوښتئ.
د نارينه و د زده کړو دوام د مېرمنو فداکارۍ ته اړتيا لري، ځکه د اضافي لګښتونو مخنيوی د دوی د تحصيل لګښت تامينولی شي او همدارنګه کېدای شي د زده کړو پر مهال ښايي د کار کولو لپاره هم کافي وخت ونه لرئ.
د دې مسائلو يادول او ذکر کول به ډېر ستونزمن وي، خو وروسته له واده څخه به فکر او ذهن آرامه وي او په ارامۍ سره به د ژوند د مختلفر برخو په اړه پرېکړې کوئ. که د کورنۍ کلتور او فرهنګ مو د دې مسائلو مطرح کولو ته نه پرېږدي، خپله مو جرئت وکړئ او له کورنۍ څخه مو وغواړئ چې د دې مسائلو په اړه د مقابل لوري سره خبرې وکړي.
لاندې پوښتنې به تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو د خپل راتلونکي مالي وضعيت په اړه څرګند او واضح انځور ولرئ:
۱- د خواستګار مياشتينی عايد مو څومره دی؟
۲- دا ضروري ده چې دواړه بايد کار وکړئ؟
۳- د ګډو ژوند د پیلولو لپاره څومره چمتوالی لرئ؟
۴- څنګه بايد خرڅ وکړو؟ څه درته لومړيتوب لري؟
۵- ايا د يو او بل د خرڅ کولو په بڼو توافق لرئ؟ څه سره همغږي او څه سره مخالف یاست؟
۶- که دواړه کار کوئ، پيسې مو يوځای خرڅوئ او يا په بېل ډول؟
۷- په بانک کې دواړه څومره پيسې لرئ؟
۸- که مو خواستګار ازاده شغل لري، نو څومره عايد سپما کوي او يا پانګه اچونه پرې کوي او څومره خرڅوي؟
۹- په تاسو دواړو کې به څوک د اوږدمهاله برنامې جوړونې مسوليت پر غاړه اخلي؟
۱۰- د امنيت د ښه احساس لپاره څومره پيسې تاسو ته بسنه کوي؟
۱۱- د عايد څومره برخه مو سپما کوئ، آيا د ژوند ملګرې/ ملګری مو په بانک کې د پيسو سپما سره همغږې/ همغږی دی؟
۱۲- څوک د خرڅ او اخېستلو حساب په غاړه اخلي؟ څوک د اوبو، برېښنا، ګاز او ورته مسائلو مسوليت پر مخ وړي؟
۱۳- د خپلو ولور په اړه دواړه همغږي ياست؟
۱۴- که وروسته له واده څخه د مالي ماتې او ستونزو سرره مخ شئ، نو څه کوئ؟
۱۵- آیا همغږي ياست چې د اضطراري پېښو لپاره ځانګړې پيسې د سپما په توګه ولرئ؟
دا پورته او نورې ورته هغه پوښتنې دي، مخکې له دې چې د ګډ ژوند تړون وکړئ، بايد په مستقيم ډول يې دواړه اړخونه له يو او بل څخه وپوښتي.