ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر کورنی ژوند

داسې نجلۍ غواړم، چې په ټولنیزو رسنیو روږدې نه وي

لیکنه: مهر تاج

د لویدیځ بنګال څخه یو سړي د داسې ناوې په لټه کې دی، چې د ټولنیزو رسنیو روږدې نه وي یا په بل عبارت، ټولنیزې رسنۍ نه کاروي.

د دغه په زړه‌پورې غوښتنې اعلان چې په ورځپاڼه کې ورکړل شوی، یاد خبر په ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي.

په لویدیځ بنګال کې د «کمار پوکار» له سیمې څخه یو سړي د واده په اعلان کې لیکلي:

زه د یوې داسې ناوې په لټه کې یم، چې د ټولنیزو رسنیو عادي نه وي.

ستاسو په شمول شاید بل هر څوک، دا فکر وکړي، چې په دې دور کې د داسې ناوې موندنه ګرانه ده.

دغه ځوان، چې په خپله ناوې کې د دغه په زړه‌پورې کیفیت په لټه کې دی، د واده لپاره په ورځپاڼه کې یو اشتهار ورکړی، چې په انټرنیټ کې وایرل شوی او په ورته وخت کې یوه نوي سوژه ګرځېدلي ده.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ورځپاڼې اعلان خپرولو سره سرلیک کې لیکلي:

“متوقع ناویانو او شاووګانو، د مهربانۍ له مخې ستاسو توجه غواړم، د میچ کولو معیار اوس بدل شوی دی.”

د «چيټرجي» په نامه د ۳۷ کلن سړي د ورځپاڼې اعلان په دغه درې ټکو بنا دی، د شاوو یا هلک ښېګڼې، د شاوو غوښتنې او ناوې باید څرنګه وي؟

د اعلان لومړی برخه:

“زه ۵ فوټه او ۷ انچه قد لرم، یوګا کوم، هېڅ بد/ منفي عادتونه نلرم، ښکلی او عادل یم، د سترې محکمې وکیل تر څنګ محقق هم یم.”

د اعلان په دویمه برخه کې وکیل صیب ویلي دي:

“خپل کور او موټر لرم، د والدینو سره ګډ ژوند کوم، کور مې په “کمارپاکار” کلي کې دی او موږ د نجلۍ والا څخه هېڅ غوښتنه نه لرو.”

(هند او پاکستان کې ولور، جهیز او نور… فرمایشونه د نجلۍ په کورنۍ وي)

د اعلان په درېیمه برخه کې، چیټرجي ویلي:

“ناوې باید ښکلې، دنګه او نری وي، خو هغه باید د ټولنیزو رسنیو کارولو روږدي نه وي.”

دغه اعلان، کوم چې په ټولنیزو شبکو او سایټونو کې خپریږي، تر دې دمه یې زرګونه لایکونه او مختلف ځوابونه اخیستي دي.

که څه هم د دې په زړه پورې ورځپاڼې اعلان خلک خندولي، خو ډیری خلکو د داسې خصوصیاتو لرونکي ناولې (نجلۍ) موندل ناشونې ګڼلي.

او ډیری نورو خلکو پدې پوسټ په زړه پوري څرګندونې کړي، یو له دوی څخه یې لیکلي چې ‘د ګمارنې پروسې خورا سخت معیار.’

یو بل کس یې اعلان ورکوونکی «دایمي مجرد بللی» چې همداسې مجرد به پاتې وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ