اپریل 13, 2021

د وچو مېوو ځینې ځانګړنې: له تازه مېوو سره يې توپير څه دى؟

Advertisements

 

ژباړه: عایشه حیدري

لکه څنګه چې له نوم څخه یې ښکاري، وچې مېوې د تازه مېوه له وچولو څخه لاس ته راځي او له بېلابېلو ګټورو ځانګړنو څخه ډکې دي.
په معمولي ډول وچې مېوې خپلې اصلي اوبه له لاسه ورکړې وي او له مغذي موادو څخه ډکې وي. وچې مېوې د مغذي موادو سربېره د فیبر او انټي اکسیډانټ غوره سرچینې دي.
یو موټی وچه مېوه نږدې هغومره مغذي مواد لري چې تازه مېوه یې لري. توپیر یې همدا دی چې د وچې مېوې حجم له تازه مېوې څخه کم وي. د وچي مېوې د لږې کچې په خوړلو سره ستاسو بدن ډېر او بېلابېل مغذي مواد ترلاسه کوي.
خو په وچه مېوه کې ځینې داسې مېوې هم شته چې وروسته له وچېدلو خپل وېټامینونه له لاسه ورکوي، چې د دغو وېټامینونو له ډلې یو هم وېټامین C دی. ډېری هغه مېوې چې وېټامین C لري، تر وچېدلو وروسته خپلې اوبه له لاسه ورکوي او د اوبو په له لاسه ورکولو سره یې وېټامین C هم له منځه ځي. نو له همدې امله وچې مېوې د تازه مېوو په پرتله په ډېره ټیټه کچه ويټامين C لري.
د لیکنې په دې برخه کې غواړو تاسو ته ځینې وچې مېوهې در وپېژنو چې خوړل یې بدن ته ډېرې ګټې لري او د بدن له روغتيا سره ډېره مرسته کوي.
 

۱- ممیز

د ممیزو یوه ګټه داده چې بدن په بېلابېلو ناروغیو له اخته کېدو ژغوري او د بدن له روغتیا سره ډېره مرسته کوي.

۲- وچ الوبالو

 
وچ الو یو ډول طبیعي میلین دي او کولای شي د قبضيت د له منځه تللو لامل شي، (یبوست/ قبضيت د کولمو یوه ډول ناروغي ده چې کولمې او هضمي سیسټم پکې وچېږي او کولمې پړسېږي).

۳- خرما

خرما مېرمنو ته د امیدوارۍ په حالت کې ډېره ګټه لري او همدارنګه بدن له ډېرو ناروغیو څخه ژغوري.
د لیکنې په پای کې باید یادونه وکړو چې وچې مېوې د قند او کالوري څخه ډکې مېوې دي او په وچه مېوه کې د قند او کالوري کچه لوړه ده او باید په خوړلو کې یې ډېر پام وشي.
سرچینه: طلا

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ