Advertisements
رسنۍ

د روسیې والیبال ملي لوبډلي د ملتونو جام اتلولي خپله کړه

راپور: صابر حمیدي

د روسیې د والیبال ملي لوبډلي پرون د دوشنبې په ورځ د امریکا د والیبال ملي لوبډلي ته په ماتي ورکولو سره په پرلپسې ډول د دوهم ځل لپاره د ملتونو جام اتلولي خپله کړه.

د ۲۰۱۹م کال د والیبال ملتونو جام دا پایلوبه د امریکا په کوربتوب په شیکاګو ښار کي ترسره سوه.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي چي په یاده پایلوبه کي روسیې ـ امریکا ته ۳ پر ۱ ماته ورکړه.

روسیې په لومړي، دریم او څلورم سیټونو کي ۲۵ پر ۲۳، ۲۵ پر ۲۱ او ۲۵ پر ۲۰ امریکا ماته کړه، خو یوازي ئې په دوهم سیټ کي ۲۵ پر ۲۰ د امریکا څخه ماته وخوړه.

روسیې ـ پولنډ ته، خو امریکا بیا برازیل ته په نیمه پایلوبه کي ماته ورکړې وه.

په دې سره د روسیې یادي والیبال ملي لوبډلي یو میلیون ډالره جایزه هم خپله کړه.

ددې سیالیو ارزښت لرونکی لوبغاړی د امریکا څخه متیو آنډرسون وټاکل سو، زیاتي نمرې لاسته راوړونکی د روسیې څه اګور کلیوکا او د پولنډ حخه بیا بارتوژ بدنوش، غوره مرکزي دفاع کي د آمریکا څخه مکس هولت او د روسیې څخه بیا ایوان یاکوولف او غوره پاس ورکونکی بیا یوازي د امریکا څځه میکا کریستنسن وټاکل سو.

په دې سیالیو کي ۱۶ لوبډلو روسیې، امریکا، پولنډ، برازیل، ایران، فرانسې، آرجنټاین، ایټالیا، کاناډا، جاپان، سربیا، بلغاریا، آسټرالیا، جرمني، پرتګال او چین ګډون کړی وو.

چي پکښي روسیې لومړی، امریکا دوهم، پولنډ دریم او برازیل بیا څلورم مقام خپل کړ.

د ملتونو جام په نوم د والیبال دا لوبي د جولای میاشتي په ۳۱مه نېټه پيل سوي وې، چي ټولي پکښي ۱۳۰ لوبي ترسره سوې.

 

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې