مارچ 4, 2021

افغان والیبال ملي ټیم له مخکي تګ څخه پاته سو

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله درېیمه لوبه پرون چهارشنبه د ازبکستان والیبال ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي چي افغانستان په یاده لوبه کي په درې واړه میدانونو کي شاته وو او ۳ پر ۰ ئې د ازبکستان څخه ماته وخوړه.
افغان لوبډلي تر دې مخکي په خپل ګروپ کي لومړۍ لوبه ترکمنستان ته وبایلله، خو په دوهمه لوبه کي ئې بیا بنګله دېش ته ماته ورکړه.
د افغانستان دا لوبډله اوس د دوو ماتو او یوې لوبي په ګټلو سره دوهم پړاو ته لاره نکړه پیدا او نن پنجشنبه به د پنځم مقام لپاره د نیپال هیواد سره ولوبیږي.
د مرکزي اسیایي هیوادونو ترمنځ د والیبال دا لوبي تېره دوشنبه د نیپال هیواد په پلازمېنه کتماندو کي پیل سوې او راتلونکې اونۍ  پای ته رسیږي.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون نیپال، ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، بنګله دېش، مالدیف او بوتان هیوادونو ګډون کړی.
تر دې مخکي افغانانو په ۲۰۱۴م کال کي په مرکزي آسیایي سیالیو کي درېیم مقام خپل کړی  وو.

د محسن داوړ د ژوند، سیاست او مبارزې په اړه له هغه سره د شوې مرکې پښتو ژباړه

لیکوال: شفیع الله تاند - برخه : ځوانان او زده کړې

په اوسني پښتني سیاست کې پښتون ژغورنه یو مهم فکتور دی، او د همدې پي ټي ایم ښی لاس محسن داوړ دی. له نقیب الله محسود پیل شوي غورځنګ په ډېره منډه د یوه پښتني ... نور ولولئ