ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د نارینه وو پر وړاندې تاوتریخوالی

لیکنه: ملیحه ناصري

له پخوا راهیسې تر ننه پورې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خبره ډېره توده روانه ده. ټول هڅې کوي چې پر ښځو د ظلم زیاتي مخنیوی وکړي. دا کړنه خپلې ګټې او مثبتې پایلې لرلی شي، خو ترمنځ دې ته هم باید پام وکړو چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر سرلیک لاندې خلکو او نړیوالو ګڼې ګډوډۍ راجوړې کړې. مظلومې او بېوزلې مېرمنې پاتې وي، نورو خپل جېبونه ډک او لا یې ځینې مېرمنې بې ستره کړې. که هومره په رښتیا هم ښځو ته کار کوي، خو له بلې خوا د ځینو مېرمنو ذهنیتونه یې داسې ونړول چې اوس مطلقه ازادي غواړي او د بې حجابۍ پلوي کوي.

موږ یو قانون لرو، الهي قانون. دا قانون چې پلی شي او ښځو ته خپل ټاکل شوي حقوق ورکړل شي، د تاوتریخوالي مسئله خپله له منځه ځي. له یوې خوا مو خلک نالوستي وو او له بلې خوا سر زوري، نو ځکه ښځه ننګ نه، شرم ګڼل کېده.

اصلاً زموږ موضوع د نارینه وو پر وړاندې د تاوتریخوالي مسئله وه. که لږ ځیر شو او پر خپلو شاوخوا خلکو او ځوانانو غور وکړو، دلته نارینه هم خورا ډېر ځورول شوي. په بېلابېلو لارو د هغوی شخصیت، ننګ، غرور، انسانیت زیانمن شوی. دلته اوس هم نارینه له فزیکي او فکري پلوه ډېر پیاوړي دي، خو ستونزه دا ده چې د دوی دا زور او پیاوړتیا هم د دویم کس یا د کورنۍ په خوښه کارول کېږي. لکه څنګه چې مو نجونې او مېرمنې په ځینو خبرو کې هېڅ صلاحیت نه لري، هماغسې مو هلکان هم له دې اختیاره بې برخې دي.

که هر ځل د نجونو د زدکړو مسئله رامخته کېږي، نو دا باید ووایو چې ډېری هلکان مو په خپله خوښه زدکړې نه کوي. که د هغه طب خوښ وي، له ماشومتوبه یې غوږونه ورتاووي چې هرومرو به انجنیرۍ پوهنځي ته ځې او په پلاني پوهنتون کې به یې وایې. دلته د هغه هاغه مینه او استعداد وژل کېږي، چې فطرتاً د طب په اړه چمتو شوی دی. نن که په انجنیرۍ کې پنځم و، څلورم نومره بریالی کېږي، هلته طب کې کېدی شول په اعلی درجه کامیاب شي. مانا کوم خوبونه او فکرونه یې چې په ماغزو کې رالوی کړي وي، هغه ځپل کېږي.

له زدکړو څخه به هم ورتېر شو. د ژوند د ملګرې د ټاکلو حق هم نه لري. بس همدومره ورته ویل کېږي چې موږ د پلاني لور درته کوو. بیا نو هېڅوک دا جرات ځان ته نشي ورکولی چې ووایي نه یې منو چې کورنۍ هېڅوخت د چا پر بدۍ او خواشینۍ نه وي خوشحاله، خو د یوه ځوان هم ځانته معیارونه وي. بیا چې هغه نجلۍ راواده کړي، تر ډېره وخته دی خپل معیارونه پکې لټوي. که چېرې زغم ولري او د کورنۍ پرېکړه ورته د منلو وړ وي، خو لا ښه. ډېری ځوانان او پېغلې تېر وځي. همدا کورنۍ یې ژغوري. د شریعیت له مخې بیا په نکاح کې د دواړو رضا حتمي او ضروري ده. که دلته یو هم په زړه کې ناراضه وي او د لاچارۍ له مخې یې ومني. ژوند به تېر کړي، خو سم ژوند بیا نشي کولی.

په دفترونو او کارخونو کې هم له یوه کارکوونکي سره هغسې چلن نه کېږي کوم چې باید وشي. کارکوونکي د خپل رییس تر امر لاندې وي، خو مزدوران نه دي. که هغه پیسه ورکوي، بالمقابل دی کار ورته کوي. هېڅوک هم چا ته هسې پیسې نه ورکوي، نو یو څه به اخلي او یو څه به پکې ورکوي. خپلو خوښیو ته درناوی او پاملرنه د چا پر وړاندې بغاوت نه دی. دا د هر انسان مسلم حق دی.

زموږ مدني خوځښتونه تل د بیان د ازادۍ چغې وهي. یو سړی چې په کور دننه د خبرې حق او ازادي ونه لري، هغه به ټولنې ته څه سر وروړاندې کړي. هاخوا بیا هم د ګډ ژوند خبره مطرح کوو.

پخوا د حضرت محمد (صلی الله علیه و آله و سلم) په وخت کې به چې د چا کومې باکرې یا پېغلې نجلۍ، کونډې یا طلاق شوې مېرمنې ته زړه و چې واده او نکاح ورسره وکړي. یوازینی کار به یې همدومره و چې مهر به یې ورته برابر او د مقابل لوري خوښه به یې پوښتله. که سره رضا به شول، نکاح به یې کوله. زموږ په ټولنه کې هلک دباندې ګرځي چې کور ته راشي، کورنۍ ورته وایي چې مبارک دې شه، کوژده مو درته وکړه.

که چېرې مین وي، د بدلاري انسان ټاپه پرې لګول کېږي. او ګواښل کېږي. ډېرې داسې کورنۍ شته چې زوی یې ورته وایي زه پلانۍ نه کوم هغه نجلۍ راته وکړئ، زما خوښه ده. کورنۍ یې د حقې نکاح پر ځای یا هلک له کوره باسي، یا یې ړندوي، یا هم شرط پرې ږدي چې موږ که هغه نجلۍ!؟ هلک اړ شي خپل مور و پلار وټاکي.

د کورنۍ دنده دا وي چې بس د مسلمانې کورنۍ په توګه شرعي اقدام وکړي. د چا د ژوند د شریک د ټاکلو حق باید ترې ساقط نه کړي، ځکه مرګ حق دی، مور و پلار خپله مخه نیسي، ورونه جلا شي او خویندې واده کېږي، دلته یوازې هغه جوړه پاتې وي چې هېڅ یې یو بل ته خوښه نه وي. داسې نه ده چې مسلمان هلک دې داسې یوه نجلۍ وټاکي چې د دوی له کورنیو اصولو او عقایدو سره په ټکر کې وي. بیا هم که کورنۍ یې پر دې پوهېږي چې هغه نجلۍ نه ورسره ښایي، په ارامه دې یې پوه کړي. که ورته برابره وه، د بېلاریو مخنیوی او شرعي اقدام دې وکړي.

اصل نکاح ده، چې نکاح وشي یا له یوې سره یا بلې سره څه توپیر کوي. توپیر همدومره چې د کورنیو تاوتریخوالو مخه به یې نیولي وي. زموږ خلکو قسمت او تقدیر پلمه کړی. موږ پر قضا او قدر ایمان لرو. دا خوښه غوښتل له یو چا خپله قدر دی، بیا وروسته رد یا منل یې قضا ده. سل په سلو کې تقدیر ټاکل شوی، خو نکاح کې شرط د طرفینو رضایت دی. خدای متعال ج ډېر منظم نظام جوړ کړی.

یا به یې هېڅ خوښه نه وي، خپله به شپاړس کلن ځوان وي او د ورور دېرش کلنه کونډه به ورته نکاح کوي چې دا مو خپل ناموس دی او باید له کوره ونه وځي. کېدی شي ژوند یې خرابه نشي، خو ډېر سني تفاوت، نسلي تفاوت پیدا کوي. هغه مېرمن به د لس کالو مخکې مفکورو سره اوسي او هلک به د خپل اوسني وخت تقاضاوې ترې کوي. دلته د دوی د مفکورو ترمنځ ټکر کېږي.

د صحابیانو په وخت کې ښځې بې مېړه کېدې، خو داسې نه وو چې په زور دې بېرته له خپل سره په نکاح شي. د هر چا به چې ورته خوښه وه، یا د دې به چې کوم چاته رضا شوه، بس واده به یې وکړ.

بل تاوتریخوالی د نارینه وو پر وړاندې دا دی چې د نجلۍ کورنۍ له یوه هلکه دومره لوړې غوښتنې لري چې د ولور او واده خرڅ پوره کولو په موخه له هېوادونو پناه شي. کله چې راستون شي، ځواني یې ترې تللې وي او بیا په کونډو او طلاق شویو مېرمنو ورپېښ شي.

په واده کې مهم مهر، خوښه او ولیمه ده. ولې یو څوک په یوه ورځ شپاړس جوړه جامې واغوندي چې د هرې یوې بیه په زرګونو افغانیو وي. یوه جوړه دې واغوندي، خو سره خوشحاله او له پورونو دې بېغمه وي. بل خوا که هومره مېرمنې له دې سر ټکوي چې خاوند یې مینه او درناوی نه ورته لري، بالمقابل ډېری نارینه هم د خپلو مېرمنو له مینې بې برخې دي.

که خبره د روانې جګړې وکړو، نو د دې ټولو منشاء او بنسټ هغه زورواکي ده چې پلرونو او میندو پر خپلو اولادونو کړې او یوازې د دې لپاره چې خپل قدرت او ځواکمنتیا ور وښیي، په اولادونو کې یې د قدرت غوښتنې حس پیاوړی کړی.

که د یوې کورنۍ نظام سم وي د ټولې ټولنې نظم برابرېدی شي. مظلوم انسان بالاخره ظالم کېږي، ځکه هغه د خپلو بېوزلیو غچ له هغو خلکو اخلي چې د ده تر لاس لاندې او ورته اړ وي. ښه انسان هغه دی چې کوم څه چې پر ده شوي پر بل یې پلي نه کړي.

هر څومره چې ولیکو، بیا هم یو څه رانه پاتې وي، نو زموږ د ټولنې ځورېدلی پوړ یوازې ښځینه نه، نارینه هم دي. دا ټولنه یوه ژور بدلون ته اړتیا لري او هغه یوازې د فکري مثبت بدلون له لارې شوني دي چې نه مو دین او عقاید زیانمن کړي، نه هم پښتو او کلتور.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.