ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر له نړۍ

د مُډ او فېشن نړېوالې مجلې وُګ، لومړی ځل د ښځينه عربو انځورونه خپاره کړل

ژباړه: نسيمه محمدي

د مُډ او سینګار په برخه کې د نړۍ يوې مشهورې او اغېزښندونکې مجلې، د مجلې پر جلد د ښځينه عربو د انځورونو خپرولو اقدام کړى دى.

د وُګ مجلې په وېبپاڼه کې د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ، د عربستانۍ ښځو انځورونه د دغې مجلې پر مخ چې په دغه هېواد کې د ښځينه ملاتړ ته ځانګړې شوې، خپاره کړل.

د وُګ مجلې په نوى ګڼه کې، چې د ډېسامبر په مياشت کې خپرېږي، د عربستان معمولي ښځې د بېلابېلو سيمو څخه، عرب ټبره مدلانې او همدارنګه سيمه ييز مشاهير شتون لري.

 اميرالزهير مشهوره عرب مُډله

د بېلګې په ډول، د مجلې پر پوښ د حيات اوساما آثار او پنځه نجونې په دوديزو جامو کې ليدل کېږي. سربېره پردې، د دغې ګڼې په لومړۍ پاڼه د عربو مشهورې مدلې، اميرالزهير انځور، د سترګو د روښانه سينګار او حجاب سره ليدل کېږي.

وُګ په نړۍ کې د مد او ژوند بڼې ځانګړې او اغېزناکه مجله ده. دا مجله په لومړيو کې په ١٨٩٢م، د ټولنيزې اونيزې په توګه خپره شوه او اوسمهال د نړۍ په ٢١ هېوادونو(امريکا، مکسيکو، اسپانيا، ټايلند، چين، کوريا، جاپان، پرتګال، روسيه، ترکيه، هند، هالنډ، عربستان، اوکراين، يونان) کې په ورته وخت خپرېږي او مرکزي دفتر يې په نيويارک کې پروت دى.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ