بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

د برياليتوب په اړه ۱۰ په زړه پورې او ارزښت لرونکې لارښوونې

اعلان

ژباړه: محمد عزيز پردېس

۱) ترټولو تيارې شېبې د ستورو د ليدلو لپاره غوره شېبې دي. روحيه مو وساتئ او تاسو به متوجه شئ چې خوش بيني د تاسو ته خوښي دربښي. په نړۍ کې ترټولو غوره کسان هغه دي چې د حپلو تشويشو او ستنونزو پرځای تل خپلې نېکۍ، ښه کارونه او هغه چا چې ورسره ښه کړي وي، يادوي يې.

۲) مه تسليمېږه. که د هڅو څخه ډېر ژر لاس واخلې، ښايي هېڅکله هم د برياليتوب مزه ونه څکې. هره ورځ هڅه وکړه چې غوره کړنلارې وازمايې.

۳) په هر ډول چې کولی شې خپلې هيلې او ارمانونه دې تعقيب کړه. کله چې دې شور او شوق زياد و او فرصت دې هم درلود نو د هغې بېړۍ په څېر مه اوسه چې د امنيت له وجې درېږي او نه غواړي مخکې تګ وکړي او همدرانګه د شايد شايد ويلو پسې هم مه ګرځه، پرېکړه وکړه، قاطع واوسه او په فکر سره ګام پورته کړه. خپله ټوله انرژي په کار کړه او د ژوندانه بېړۍ دې د ساحل ته ورسوه.

۴) اجازه مه ورکوه چې خپلې او د نورو ستونزې دې په خپلو منګلو کې راګير کړي، خبرونه ولوله، ويې ګوره او وايې وروره؛ خو ځان دې پکې مه ډوبوه. کله چې په ټولو ستونزو تمرکز وکړې، نو خپلې ستونزې مو څو چنده کېږي.

۵) په دې مو ځان باوري کړئ چې تاسو حتما داسې يوځای لرئ چې هلته په ورتګ سره مو ټولې ستونزې هېرې کړئ.

۶) پر راتلونکې د کنټرول ترټولو غوره لار دا ده چې د يو ترکاڼ په څېر عمل وکړئ. مطمينه اوسه چې د کار اساس او بنسټ سم دی، په موقع سره خپل کار ته حاضر شئ، هر هغه وسايلو ته چې اړتيا ده، ځان سره يوسئ او د کار شرايط د ځان لپاره برابر کړئ. که اراده لرئ چې يو کار ترسره کړئ، نو جدي يې ونيسئ.

۷) د هغه اشخاصو سره په اړيکه واوسه چې په زړه کې دې ځای لري. مينه ناک واوسه ترڅو د نورو پام ځان ته راواړې.

۸) ځوابونه ستا په انتظار دي، ترڅو ورپسې وګرځې او پيدا يې کړې.

۹) هېڅکله هم دا فکر مه کوه چې څه دې بې تغييره پاتې شي. بدلونونه په لاره دي، ځيني د ښه توب او ځيني د بدتوب په لوري روان دي. تاسو د هغې ډلې کسانو څخه واوسئ چې همدا بدلونونه د ځان لپاره يو چانس ګڼي او ترې مثبته ګټه اخلي.

۱۰) هرڅوک برنامه لري. هېڅوک بې برنامې نه دی، حتی د نړۍ ترټولو بد انسانان؛ که هغه غله، بډې اخېستونکې او هرڅوک وي، د ځان لپاره برنامه لري. خو دلته خبره دې برنامې په څرنګوالي ده، هڅه وکړئ چې تاسو د هغه کسانو له ډلې څخه واوسئ چې ښې او منظمه برنامې د ځان لپاره لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی