Advertisements
سینما او موسیقي

ویویک اوبرائي ته هندیان پر کرکټ لوبډلې د ملنډو وهلو له امله په قهر دي

د بالیوډ سینما ستوري ویویک اوبرایئ د نیوزلینډ څخه د هند ماتې او نړیوال جام څخه دهند د وتلو وروسته خپلې لوبډلې باندې رشخند وهلی او یوه لنډه ویډیو یې پورته کړي چې په کې یوه هندي کرکټ مینوال په سرک روان وي، فکر کوي ورته مخامخ راتلونکي مېرمن ده ته غاړه ورکوي خو مېرمن له دغه هندو څخه تیریږي او تر شاه یې بل کس ته ورغاړي وځي، چې په دې سره د هندۍ لوبډلې دغه مینوال ډېر خجالته کیږي.

ویویک اوبرايئ د دغه ویډیو سره لیکلي، د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د هند کرکټ لوبډلې سره هم بیخې ورته کار وشو.

خو ویک اوبرائي د دغه ټویټ سره سم د هند لوبډلې مینوالو پر نوموړي سخت انتقادونه وکړل او خپلې د غوصې ډکې سینې یې پر اوبرائي سړې کړې.

د ټویټر یوه کارونکي ورته د لوې او پوهېدو مشوره ورکړې او د منلو په صورت کې ورته د خلکو د غبرګونونو اخطار ورکړی.

ځینو ټويټر کارونکو په ویډیو کې خجالت شوی کس وویک اوبرائي او مېرمن ایشوریا رائي بللې، دریم کس چې مېرمنې ته غاړه ورکوي ابهشیک بچن سره یې تشبه کړی او په خپله پر اوبرائي ملنډې وهلي.

ځينو خلکو خو په غوسه کې وویک یوه بایلونکی شخص بللی او ځینو نورو خلکو ورته نړیوال جام ته د تګ او لوبېدو مشوره ورکړې وه، چې خپله ولاړ شي او ولوبیږي.

د یادولو ده چې د هندۍ لوبډلې له ماتې وروسته ډېرو مینوالو یې خپل زړه پر ټولنیزو رسنیو یخ کړ، د هندي سینما یو بل ستوري عامر خان بیا لوبډلمشر کوهلي ته د حوصلي ورکولو هڅه کړې او ویلي وه چې بدقسمتي وه او نن یې ورځ نه وه.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی