خواړه روغه سټه

آرام بښونکي وېټامینونه دا دي

ژباړه: نسیمه محمدي

د نن ورځ په ماشیني ژوند کې آرام اعصاب درلودل، ډېر اهمیت لري. د ځینو وېټامینونو په منظم لګښت سره کولای شئ، دا آرامتیا تر لاسه کړئ.

عصبي سیستم هم د بدن د نورو ارګانونو غوندې پاملرنې او ساتنې ته اړتیا لري. د ډېرو ساده ټکو سره عصبي هوساینه ترلاسه کولی شو.

ورځني خواړه د بدن په هر غړي خپل حتمي اغېز لري، یعنې ویلی شو چې د بدن هر غړی سالمې تغذیې ته اړتیا لري.

د وېټامین B1 کمبود د عصبي سیسټم د اختلال او ګډوډۍ او ځینو ناروغیو لامل کېږي، لکه بربري، د بدن سوزش او مورمور کېدل (له تبې وړاندې د بدن سړښت او رېږدېدل) او د اشیاوو د لمس توان نه درلودل. د سبوس لرونکو غلو دانو مصرف د دې ناروغۍ څخه مخنیوی کوي.

د وېټامین B6 او B12 کمښت چې د خُلق او خوی، عصبي اختلاطاتو او د ډېری غوسې د تحریک سبب ګرځي، همدارنګه د عصبي سیسټم په سلامتۍ هم ډېر اغېز لري. دا وېټامین په حبوباتو، ځیګر، زړه، بډوډو، شیدو، او هګۍ کې پرېمانه شته دي.

د امېګا۳ مصرفول د عصبي سیسټم په روغتیا کې مرسته کوي او حسي او عصبي اختلاطاتو درملنې لپاره دا وېټامین د کبانو په بېلابېلو ډولونو کې په زیاته اندازه شته.

د وېټامین D  کمښت د هډوکو د کمزورۍ سربېره د شناختي عوارضو سبب هم کېږي، چې مهم یې د مغز د مناسب فعالیت نه تر سره کول دي. د لمر وړانګې په لومړۍ درجه کې د دې وېټامین تر ټولو ښه سرچینه ده، تر دې وروسته شیدې او د وېټامین D امپولونه دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.