سپورټ کرکټ وزش او تمرین

ویراټ‌کوهلي: موږ په یوه اتفاق مخ پر وړاندې ځو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د دې هیواد د کرکټ په ستر تجارتي لیګ آی پي ایل کې د ګډونوالې لوبډلې رویال چلینجرز بنلګور لوبډلمشر ویراټ کوهلي وايي، موږ په یوه اتفاق مخ پر وړاندې ځو.

ویراټ کوهلي پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې پوسټ کړی او ویلې یې دي، چې آی پي ایل سیالیو کې به د بنګلور لوبډلې ټول لوبغاړي په یوه اتفاق او یووالي سره پر مخ ولاړ شي.

هغه دا پوسټ وروسته له هغه کړی، چې پرون یې د آی پي ایل سیالیو په ۳۹مه لوبه کې کلکتې لوبډلې ته سخته ماته ورکړه.

د پرونۍ لوبه حال

د آی پي ایل سیالیو ۳۹مه لوبه پرون د بنګلور او کلکتې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې لومړی کلکتې لوبډلې توپوهنه وکړه.

کلکتې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۴ منډې وکړې او بنګلور لوبډلې ته یې د ۸۵ منډو هدف وټاکی.

کله چې بنګلور لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د کلکتې لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۳،۳ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په ۸ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی محمدسراج وټاکل شو، چې د کلکتې لوبډلې درې مهم لوبغاړي یې وسوځول.

په IPL لیګ کې بنګلور لوبډله

د هند آی پي ایل سیالیو په جدول کې اوس بنګلور لوبډله دویم ځای لري.

دې لوبډلې په ترسره کړو لسو لوبو کې ۷ ګټلې او ۳ لوبې یې بیا بایللې دي.

بنګلور لوبډله اوس ۱۴ نمرې لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ