سپورټ

د مغروره ویرات کوهلي غرور له مجیب وروسته راشد خان مات کړ 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي راشد خان د مجیب ځدران وروسته د هندوستان د کورني کرکټ په مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي غرور مات کړ.

 د سنرایزرز حیدر اباد او رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې دواړه ویرات کوهلي او راشد خان د لوبې پنځم اور کې سره مخامخ شول، چې پکې راشد خان په همدغه خپل لمړي اور کې ویرات کوهلي له میدان څخه د ګوګلي بال ترسره کولو وروسته رخصت کړ.

 د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ په تجارتي سیالیو کې د بنګلور لوبډلې لوبډلمشري هم ترسره کوي، چې اوس مهال یې لوبډله دویم پړاو ته په ورتګ کې د ستونزو سره مخ ده.

په نننۍ لوبه کې له کوهلي وروسته دوه نور مهم لوبغاړي ای بي ډیویلرز او معین علي چې په خورا چټک ډول مخته روان ول، د راشد په وروستي اور کې وسوځیدل.

له دې سره راشد خان نن بیا ښه وځلید او درې مهم لوبغاړي یې وسوځول.

ویرات کوهلي د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړۍ تاریخي ټیسټ لوبه کې د ګډون څخه انکار کړی دی، چې په دغه کار سره یې د بې شمیره افغان کرکټ مینه والو زړونه هم بد کړي دي.

د هندوستان د کورني کرکټ په مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې دواړه مجیب ځدران او راشد خان، چې په اوسني کرکټ کې په خپل سپین بالینګ راج کوي د هندي لوبډلمشر سره په مخ کیدو یې د خپل بالینګ جادو ښکاره کړی او نوموړی یې سم د لاسه د میدان څخه رخصت کړی، چې دغه کړنه اوس هندۍ کرکټ ملي لوبډلې ته په راتلونکې ټیسټ لوبه کې هم د خطر زنګ ډالۍ کوي.

 د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د «IPL» سیالیو په همدغه یولسم پړاو کې ځوان افغان لوبغاړي مجیب ځدران هم هندی لوبډلمشر ویرات کوهلي په خپل ګوګلي بال ښکار کړی و، چې د زیات شمیر د کرکټ مبصرینو لخوا یې ستاینه وشوه.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی