مارچ 2, 2021

د لوبې پرمهال د لوبڅارانو سره د ویرات کولي جنجال

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کولي؛ خو کله کله د لوبڅارانو او لوبغاړو پر وړاندې هم تېز چلند کوي.
نوموړي د جمعې په ورځ د نومبر په ۲۳ مه نېټه د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې د اسټرالیا پر وړاندې د دوهمې شل اوریزه لوبې پرمهال له لوبڅارانو سره لانجه وکړه.
کيسه:
هندوستان د دوهمې شل اوریزه لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې وټاکله، اسټرالیا توپ وهنه وکړه، اسټرالیایي لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدوسره ۱۳۲ منډې کړې وې، چې سخت باران پیل شو.
د لوبې اصولو له مخې داسې مهال کله چې باران چټک او تېز وي نو لوبه باید ودرول شي.
دغه وخت دوه اسټرالیایي لوبڅاران په مېدان کې وو، سېمُن فرای او ګېرارډ ابورډ؛ د لوبې جریان ته اجازه ورکړه. ویرات کولي په لوبڅارانو پسې راغی او د لوبې د ودرېدو غوښتنه یې وکړه، لوبڅارانو نه منله؛ خو ویرات کولي په ټينګار سره وویل، چې باران کې د دوهمې لوبډلې لپاره لوبه سخته او ستونزمنه وي، ځکه د توپ اچوونکو توپ زیات سوېنګ کېږي، لوبغالی لوندېږي، لوبغاړي ښویږي او لوبه په درست ډول نه کېږي. نوموړي د لوبې د ودرېدو هڅه وکړه. دغه لوبه بالاخره د شدید باران له امله بې پایلې هم شوه.

د اسټرالیا پخواني لوبډلمشر، ویرات کولي نه؛ بلکې لوبڅاران پړه بللي دي:
د اسټرالیایي لوبډلې پخواني توپ وهونکي او لوبډلمشر مېچل کلارک د ویرات کولي ننګه کړې؛ هغه ویلي د لوبڅارانو پر وړاندې د ویرات کړنه سمه ده او زه ویرات کولي نه ملامتوم.
هوا حالاتوته په کتو ویرات کولي د لوبې له پیل څخه په لوبڅارانو له دې امله په قهر و، چې د هوا حالات د لوبې لپاره مساعد نه ول؛ خو د دې باوجود لوبڅارانو د لوبې کولو پرېکړه وکړه.
کولي ټینګار کاوه چې د باران له امله لوبغالی خرابېږي او د لوبغالي د لمدېدو په صورت کې لوبغاړي ښویږي، لوېږي او ټپي کېږي.
اسټرالیا ته د هندوستان ورزشي سفر او لوبې:
هندوستان، اسټرالیا ته په خپل ورزشي سفر کې درې شل اوریزه، څلور ټېسټ او درې یو ورځنۍ لوبې لري.
د شل اوریزه لوبو لړۍ د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۲۱ مه نېټه پیل شوه.
لومړۍ لوبه چې د اسټرالیا په برېسبېن سیمه کې ترسره شوه، په هغې لوبه کې هم باران وشو او لوبه د باراني اصولو له مخې اسټرالیا ته د څلورو منډو په مقابل کې په ګټه ورکړل شوه.
دوهمه شل اوریزه لوبه پرون ترسره کېده؛ خو د ویرات کولي لانجې او شدید باران دا لوبه بې پایلې کړه.
دریمه شل اوریزه لوبه به سبا د نومبر په ۲۵ مه نېټه په سېډني سیمه کې ترسره شي.

تیره لوبه د شدید باران له امله بې پایلې شوه، خو لا نورې لوبې هم شته

د ټېسټ لوبو لړۍ:
د څلورو ټېسټ لوبو لړۍ د ډېسمبر په ۶ مه نېټه پېلېږي او د جنوري تر ۷ مې نېټې پورې دوام کوي.
د یو ورځنیو لوبو لړۍ :
د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د شنبې په ورځ د جنوري په ۱۲ مه نېټه پېلېږي او د جنوري په ۱۸ مه نېټه پای ته رسېږي.
په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې د دواړو لوبډلو پرتله:
په شل اوریزه لوبو کې هند لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې، تر سترې حریفې لوبډلې پاکستان څخه وروسته دوهم مقام کې ده. او اسټرالیایي لوبډله په شل اوریزه لوبو کې تر انګلستانۍ لوبډلې وروسته څلورم مقام کې ده.
یو ورځنیو لوبو درجه بندي:
هندۍ لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې تر انګلستان وروسته دوهم ځای کې ده او اسټرالیایي لوبډله چې د ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریز جام اتلولي یې هم ګټلې ده په شپږم مقام کې ده.
د ټېسټ لوبو درجه بندي:
د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې هندۍ کرکټ ملي لوبډله په لومړي مقام کې ده او اسټرالیایي لوبډله بیا پنځم ځای کې قرار لري.

ملامت څوک دي،جمهوريت که اشخاص؟

لیکوال: ياران، کابل - برخه : افغانستان

ليکنه: اصيل خان احمدزی دا څو اونۍ په ټولنیزو رسنیو کې د هغې طرحې په اړه بحثونه کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان وطن دښمنانو له لوري د خپلو شومو هدفونو د تعقیب ... نور ولولئ