ویراټ کوهلي په IPL لیګ کې د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ

د هندوستان هیواد د کرکټ غوره لیګ ‹‹آی پي ایل›› ۱۶مه لوبه پرون پنجشنبه د رویال چلینجرز بنګلور او راجستان رویالز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې بنګلور لوبډلې په لسو ویکټو بریا خپله کړه.

 

په یاده لوبه کې بنګلور ته د نړۍ نامتو کرکیټر ویراټ کوهلي ۷۲ منډې جوړې کړې، چې په دې سره یې آی پي ایل لیګ کې خپلې منډې ۶۰۲۱ منډو ته ورسولې.

 

دې سره ویراټ کوهلي د آی پي ایل په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې خپلې منډې ۶۰۰۰ ته رسوي، چې تر دې مخکې هیڅ لوبغاړی نه دی، توانېدلی، تر څو ۶۰۰۰ منډې وکړې.

 

د هند IPL په تاریخ کې لس مخکښ منډه جوړونکي لوبغاړي

 

۱- ویراټ کوهلي، هندوستان، ۱۹۶ لوبې او ۶۰۲۱ منډې.

 

۲- سوریش رانا، هندوستان، ۱۹۷ لوبې او ۵۴۴۸ منډې.

 

۳- شکر داوان، هندوستان، ۱۸۰ لوبې او ۵۴۲۸ منډې.

 

۴- ډیویډ وارنر، اسټرالیا، ۱۴۶ لوبې او ۵۳۸۴ منډې.

 

۵- روهیت شرما، هندوستان، ۲۰۴ لوبې او ۵۳۶۸ منډې.

 

۶- ډیویلرز، سویلي افریقا، ۱۷۳ لوبې او ۴۹۷۴ منډې.

 

۷- کریس ګېل، ویسټ انډیز ۱۳۶ لوبې او ۴۸۴۸ منډې.

 

۸- مهندرا سینګ ډوهني، هندوستان، ۲۰۸ لوبې او ۴۶۶۷ منډې.

 

۹- اُتاپه، هندوستان، ۱۸۹ لوبې او ۴۶۰۷ منډې.

 

۱۰- ګاتم ګمبیر، هندوستان، ۱۵۴ لوبې او ۴۲۱۷ منډې.

 

 

وروستي مطالب