رسنۍ

ویرات کوهلي شل زره منډې پوره کړې

اعلان

لیکنه: بهار سمسور

کوهلي د کریکټ د نړۍ هغه نوم دی چې نیږدې د هر بل کریکټر،مبصر،کریکټ څارونکي او کریکټ مینوال په خوله دی.

کوهلي کم و زیات لس/یولس کاله کیږي چې د هند کریکټ ملي لوبډلې لپاره لوبیږي.

کله چې په لومړي ځل دی د هند ملي لوبډلې ته راغی،په اولنیو څو لوبو یې کریکټ مینوال پر ځان رامات کړل.

سم د واره ورته د دوهم سچن ټنډولکر نوم ورکړل شو، پخواني هندي بهترین توپ وهونکي سچن ټنډولکر هم وویل که زما ریکارډونه څوک ماتوي، نو هغه به ویرات کوهلي وي.

په څو کلونو کې دا کار وشو، ویرات کوهلي نه یوازې د مشهورو پخوانیو کریکټرانو جوړکړي ریکارډونه مات کړل، بلکې ورسره یې نوې کارنامې هم ثبت کړې.

نوموړی ۳۰ کاله عمر لري، ښی لاسی توپ وهونکی دی، نیمه چټکه توپ اچونه هم کولی شي. ۱۹۸۸ د نویمبر په ۵ مه په ډیلي کې یوه پنجابي کورنۍ کې زیږیدلی دی.

په ۲۰۰۸ کال کې یې د یوه ورځینیو لوبو پیل کړی،په ۲۰۱۱ کال د جون په شلمه یې ټېسټ لوبې پیل کړی.

کوهلي او ریکارډونه:

هغه په یوه ورځینیو لوبو کې د چټکې سلیزې،نیمه سلیزې د وهلو ریکارډ لري. دی د یوه ورځینیو لوبو د ۵۰۰۰ چټکو منډو د تر لاسه کولو ریکارډ لري.

کوهلي د نړۍ هغه دوهم توپ وهونکی دی چې د لس زره منډو د جوړولو چې په څلور کلونو کې یې تر لاسه کړي دي، ریکارډ لري.

هغه په شل اوریزه لوبو کې د زیاتو منډو اخیستو ریکارډ لري، چې ای پي اېل او ټورنمېنټونه هم پکې دي.

کوهلي د هند لپاره لومړی کپتان دی، چې په ټېسټ لوبو کې غبرګه سلیزه جوړوي.

د هند له لوري لومړی توپ وهونکی دی چې ۳۰۰۰ چټکې منډې په یوه ورځینیو لوبو کې جوړوي.

دی هغه توپ وهونکی دی،چې د پاکستان خلاف زیاتې ۱۸۳ منډې په یوه لوبه کې جوړوي.

۲۰۱۱ کال کې د یوه ورځینیو لوبو د زیاتو منډو اخیستو ریکارډ د ویرات کوهلي سره دی.

20190628_150507.jpg

په ۲۰۱۱/۱۲/۱۴ کلونو کې کوهلي د کریکټ نړیوالې شورا د غوره کپتان، غوره توپ وهونکي او غوره لوبغاړي نوم له ځان سره ثبت لري.

کوهلي لا هم یو بهترین کریکټ له ځان سره لري، یوه لسیزه نور هم د ریکارډونو د جوړولو او ماتولو حوصله او استعداد لري.

کوهلي وړمه ورځ په نړیوال جام کې د ویسټینډیز خلاف د خپلو ۸۳ منډو په جوړولو سره په ټېسټ،یوه ورځینیو او شل اوریزه نړیوالو لوبو کې ۲۰۰۰۰ شل زره منډې جوړې کړې.

دی د کریکټ د نړۍ د هغه ۱۲ ټاپ لوبغاړو په لېست کې شامل شو،چې شل زره منډې یې ثبت کړي دي.

 

 

 

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی