فبروري 26, 2021

پریانکا چوپړا او کوهلي په انسټاګرام کې په یوه پوسټ څومره پيسې اخلي؟

د هندي سینما ښکلې فلم ستورې پریانکا چوپړا که څه هم د فلمونو او اعلاناتو څخه که ډېرې زیاتې پيسې ګټي مګر اوس یې نوم د هغو مشهورو کسانو په نوملړ کې هم راغلی چې د انسټاګرام څخه ډېرې زیاتې پيسې اخلي.
یوې انګلیستانۍ کمپنۍ هاپرایج کیو ډاټ کام د هغه کسانو نوملړ خپور کړی چې روان کال یې د انسټاګرام نه میلونونه پيسې ګټلي دي.
دغه کمپنۍ هر کال د مختلفو مسلکونو سره تړاو لرونکو کسانو نوملړونه خپروي چې د انسټاګرام نه ډېرې پيسې ګټي او یا په یوه پوسټ زیاتې پيسې اخلي.
په دغه کسانو کې د بالیوډ او هالیوډ فلم لوبغاړې پریانکا هم شامله ده چې د تصویرونو خپرولو په اپلیکشن انسټاګرام کې په یوه پوسټ ۲ لکه ۷۱ زره ډالر چې تر سل لکو زیاتې افغانۍ کیږی اخلی.
په نوملړ کې د هالیوډ د ریلیټي ټلویزیونی پروګرامونو او میک اپ کمپنیو لرونکې کائلي جینر په مخکې مقام کې ده، دغه ځوانه ملیاردره ۲ لکه او ۶۶ زره ډالر اخلي.
په دغه فهرست کې امریکا یې سندرغاړې اریانا ګرانډي ۹ لکه او ۹۶ زره ډالرو په ګټلو سره په دویم نمبرکې ده.
کرسټيانو رونالډو:

د فوټبال لوبې تکړه لوبغاړی کرسټیانو رونالډو هم په ټولنیزو رسنیو کې مخکښ دی، همدا لامل دی چې په انسټاګرام کې د نوموړي د فالورز شمېر ۱۷ کروړه څخه اوړي، رونالډو په یوه پوسټ په انسټاګرام کې ۹ لکه او ۷۵ زره ډالر اخلي.
پریانکا چوپړا

د هند د بالیوډ او دانکلیش سینما هالیوډ ستورې پریانکا چوپړا او هندي کرکټر ویراټ کوهلي هم په دغه لیست کې شته.
پریانکا پر ۱۹ نمبر ده، ویل کیږي نوموړې په یوه پوسټ په انسټاګرام کې ۲ لکه او ۷۱ زره ډالر اخلي.
ویراټ کوهلي

کوهلي په ۲۳ مقام کې د انسټاګرام څخه د ډېرو پيسو ګټوونکو په نوملړ کې راغلی، ویل کیږی دغه هندي لوبډلمشر په یوه پوسټ ۹۶ زره ډالر اخلي.