بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

لس کوچني کارونه، چې بریالي کسان یې هره ورځ ترسره کوي

  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

هره ورځ موږ د ژوند له ډېرو درسونو سره مخامخ کېږو، له دې درسونو څخه کوم یو یې له موږ سره په یوه ښه مدیر، ستر رییس، بریالي مدیر او په ټوله کې په یوه ښه شخص باندې له بدلون سره مرسته کوي؟

هغه موارد، چې په دې لیکنه کې ورته اشاره کېږي، ډېر آسانه دي او ښایي عملي کول یې ډېر زیات زحمت ته اړتیا ونه لري، خو کولای شي، له نورو سره د مثبتې اړیکې د ټینګښت لپاره یوه غوره لاره وي او تاسو د نن په پرتله په یوه لا مثبت شخص باندې بدل کړي. د دې لیکنې په دوام په لسو مواردو باندې رڼا اچول کېږي، چې لوستل او علمي کول یې د ټولو لپاره اړین دي.

۱ ـــ باید له یوه ځایه یې پیل کړئ

هر ټکي ته د رسېدلو لپاره لومړی ګام، تصمیم نیونه ده، چې معمولاً ستاسو نه خوښېږي، په دې پړاو کې واوسئ. لږ تر لږ هغه ګټور کار، چې کولای شئ ترسره یې کړئ، دا دی چې د کار له ترسره کولو مخکې، بشپړتیا د رسېدلو لپاره صبر وکړئ، له هماغه ځایه چې یاست او له هغو امکاناتو سره، چې په واک کې یې لرئ، پیل یې کړئ او هر هغه څه مو چې په توان پوره وي، بریا ته د رسېدو لپاره یې ترسره کړئ.

۲ ـــ په هر حالت کې، درنښتیز چلند وکړئ

په ژوند کې په دې اړه ستاسو لید، چې څنګه له نورو سره چلند وکړئ او هغوی ته درنښت وکړئ، حتا کله چې د درنښت وړ نه وي، اغېزمن دی. دا چې تاسو له نورو سره څنګه چلند کوئ، د هغوی د شخصیت نه، بلکې ستاسو د شخصیت انعکاس دی.

۳ ـــ هغه مهال ګټونکي کېږئ، چې ټول ګټونکي شي

د ګټونکي  کېدو لپاره چمتو شئ او د ګټلو هیله ولرئ، خو په یاد ولرئ، چې تاسو د یوه رښتیني او واقعي ګټونکي په توګه باید داسې چلند وکړئ، چې شاوخوا خلک مو هم ګټونکي وي.

۴ ـــ که شتون مو ارزښت ونه لري، نو نه شتون مو نه احساسېږي

د بریا راز نور نو یو بل راز نه دی او هغه د خلکو د ژوند د ارزښتونو د ډېرولو لپاره د یوې لارې موندنه ده. که تاسو غواړئ له رښتیني احساس سره یو شتمن کس واوسئ، نو لاره یې داده، چې د هغو خلکو د ژوند په ارزښت باندې یو څه ور زیات کړئ، کوم چې ستاسو په شاوخوا کې دي.

۵ ـــ په هغو څیزونو باندې تمرکز وکړئ، چې مهم دي

زده کړئ، چې د هغه څه لپاره، چې مهم دي او په وړاندې یې غبرګون ښکاره کوئ، نظم ولرئ. هر شخص او هر څیز ستاسو د وخت، انرژي او توجه ارزښت نه لري. هغه څه چې غواړئ ورته پام وکړئ او هغه څه چې غواړئ اجازه ورکړئ له لاسه مو لاړ شي، په اړه یې آګاهانه ټاکنې ولرئ.

۶ ـــ ټول هغه په نفس باندې اعتمال چې لرئ یې، له هغو وړتیاوو څخه رامنځته کېږي، چې ثابتې کړې مو دي

په نفس باندې ستاسو اعتماد، له دې باور څخه، چې کولای شئ او د کار د ترسره کولو وړتیا لرئ، سرچینه اخلي، په خپل ځان باندې باور ولرئ او خپل امکانات کم مه ګڼئ، خو باید پوه شئ، چې په کوم کار کې اړین مهارت لرئ.

۷ ـــ په هغه کار باندې مین واوسئ، چې ترسره کوئ یې، یا یې خوشې کړئ

که تاسو هغه څه، چې ترسره کوئ یې نه مو خوښېږي، پاتې عمر به مو په بدمرغۍ کې تېر کړئ، دا ډېر آسانه دی، کوم کار چې ترسره کوئ، ورسره مینه ولرئ، په دې صورت کې به د یاد کار ترسره کول ستاسو لپاره ډېر آسانه شي.

۸ ـــ خپل محدودیتونه وپېژنئ او خپلې وړتیاوې زیاتې کړئ

تاسو هېڅکله خپلو محدودیتونو ته نه متوجه کېږئ، مګر دا چې خپل ځان د هغو په لور کش کړئ، یوازینئ لار چې کولای شئ خپل ځان ته بدلون ورکړئ داده، چې خپل ځان وننګوئ. که هېڅکله په خپل ځان باندې فشار را نه وړئ، مقام به ولرئ، خو مقصد نه.

۹ ـــ په دې باندې ځان پوه کړئ، چې څه وخت پرمختګ وکړئ او څه وخت مو چټکتیا را کمه کړئ

چټک ژوند د دې سبب ګرځي، چې ډېر څیزونه ترلاسه کړو، خو له بلې خوا کرا کرا ګام پورته کول د دې سبب کېږي، چې په ژوره توګه پرمخ لاړ شو. اړینه ده، چې زموږ کړنې او غبرګونونه، د دې دوو وضعیتونو ترمنځ په توازن کې وي.

۱۰ ـــ د غوره څیزونو د زده کړې لپاره، له غوره کسانو څخه مرسته وغواړئ

هر څوک چې وینئ، په ډېرو کمو څیزونو باندې پوهېږي، چې تاسو نه پوهېږئ. زده کړه یوه خزانه ده، نو له هغو کسانو سره، چې ستاسو په شاوخوا کې دي او په هره برخه کې پوهېږي، په اړیکه کې واوسئ.

په یاد ولرئ، چې د بریالیو او ناکامو کسانو ترمنځ تر ټولو ستر توپیر دا دی، چې بریالي کسان په دې باندې پوهېږي، چې ورځني کوچني اقدامات به د سترو پایلو سبب شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ