سینما او موسیقي

پاکستانۍ اداکاره وینا ملک: هند نړیوال ترهګر دی !

اعلان

پاکستانۍ اداکارې چې وړاندې یې په ځینو هندي فلمونو کې هم کار کړی د هند په خلاف یې سخت َټویټ کړی.

وینا ملک هغه پاکستانۍ اداکاره ده چې پاکستاني فلمونو تر څنګ یې په هند کې هم په ځینو فلمونو کې کار کړی.

نوموړې اوس تازه په یوه ټویټ کې هند د ترهګرۍ په ملاتړ تورن څه بلکې مطلق ترهګر بللی.

هغې په خپل ټویټ کې لیکلي چې هند یو نړیوال ترهګر دی.

وینا ملک دغه ټویټ وروسته له هغې کړی چې په سریلانکا کې ترهګریزو بریدونو کې زیات شمېر خلک مړه او ټپیان شول او بیا د سریلانکا هېواد د یوه چارواکي له لوري د دغه بریدګرو د روزولو تور پر هند پورې شو.

سره له دې چې ددغه برید مسؤلیت د داعش وسله والې ډلې په خپله غاړه واخیست.
خو د خبر له مخې د هند یوې ورځپاڼې (دی هندو) په یوه رپوټ کې لیکلي، چې د سریلانکا حکومت ویلي چې ځانمرګي بریدګرو استاد زاهران هاشمي په هند هېواد کې روزنه لېدلې او زیات وخت یې په جنوبي هند کې تېر کړی دی.

د دغه رپوټ تر خپرېدو وروسته پاکستانۍ اداکارې سمدلاسه په ټویټر په انګلیسي ژبه ولیکل چې ( India A Global Terrorist…!!!) یعنې هند نړیوال ترهګر…

باید یاده کړو، وروسته له هغې چې په د هند تر ولکې لاندې کشمیر سیمه کې د هند پر پوځ برید وشو او بیا دواړو هېوادونو یو پر بل بریدونه وکړل او د نورو برخو تر څنګ یې خرابو اړيکو پرسینما او هنر هم اغیز وکړ.

هند د پاکستان په اداکارانو په هند کې بندیز ولګاوه او پاکستان د هند پر فلمونو په پاکستاني سینماګانو کې بندیز ولګاوه.

ځینو هندي فلمي لوبغاړو د پاکستان پر ضد څرګندونې وکړي او دغه هېواد پر وړاندې یې خپله کینه وښوده، خو د پاکستاني اداکارانو لخوا یو څو مشخص فلم لوبغاړي دي چې د هند پر خلاف تېزې خبرې کوي او نور ټول یا چپ دي او یا هم نرم غږیږي.

د یادولو ده چې څو ورځې وړاندې په سریلانکا کې په ځینو کلیسا او هوټلونو باندې ۸ بریدونه تر سره شوی وه چې په کې د ۲۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي وه، د دغه بریدونو مسؤلیت داعش وسله والې ډلې منلی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی