وریندر سېواګ: له شکه پرته راشدخان د IPL غوره توپ‌اچونکی دی

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي او د هند آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب کینګز لوبډلې روزونکي وریندر سېواګ ویلې، له شکه پرته راشدخان ارمان د آی پي ایل لیګ تر ټولو غوره توپ‌اچونکی دی.

کریک بز ویبپاڼې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې ویډیو خپره کړې، چې پکې خبریال د یو شمېر پخوانیو لوبغاړو، روزونکو او د لوبو کمینټریټرانو څخه د راشدخان د وړتیاوو پوښتنه کوي، چې وریندر سېواګ یې په اړه یادي څرګندونې کړې.

د سېواګ ترڅنګ د کرکټ لوبې ستر شنونکي هارشا بوګلي بیا د راشدخان ارمان په اړه وايي، چې په شل اوریزه سیالیو کې مخکښ توپ‌اچونکی راشدخان هرځای ویکټې اخلې.

 

 

راشدخان په آی پي ایل سیالیو کې

 

۱ـ ۲۰۱۷م کال، ۱۴ لوبې، ۱۷ ویکټې، ۱۱ منډې.

۲ـ ۲۰۱۸م کال، ۱۷ لوبې، ۲۱ ویکټې، ۵۹ منډې.

۳ـ ۲۰۱۹م کال، ۱۵ لوبې، ۱۷ ویکټې، ۳۴ منډې.

۴ـ ۲۰۲۰م کال، ۱۶ لوبې، ۲۰ ویکټې، ۳۵ منډې.

۵ـ ۲۰۲۱م کال، ۷ لوبې، ۱۰ ویکټې، ۱۷ منډې.