د مینانو د ورځې په پلمه

ځلما خروټې
په تښتېدلې زېړې څېرې، او زړه نازړه د ګلونو او زینتي توکو یوه پلورنځي ته لاړم، په غریو نیولي غږ مې ورته وويل:
-غواړم د مینانو د ورځې لپاره یوه ډالۍ وپیرم.
‏‎ګل پلورونکي راته په ځېر وکتل ویې ویل:
– د مینانو د ورځې لپاره تر ټولو ښه ‌‌‌‌‌‌ډالۍ سره ګلان دي، عموما یې خلک د مینې د اظهار د سنبول په توګه اخلي او ډالۍ او خپل مَیین یا مَیینې ته یې ډالۍ کوي .
له وجوده مې روح لکه سیلۍ په وتو شو، په سترګو کې مې د اوښکو ملغلرې راټولې شوې، له خولې مې سوړ یو سوړ اسوېلی ووت او په وچو شونډو مي ورته وویل:
– هغه نشته ……..راتلل یې هم یو بې تعبیره خوب دی . نه پوهیږم یو کال وروسته به راشي که لس کاله ورسته ؟
‏‎نه پوهیږم رابه شي او که انتظار به مې د مرګ تر سلګو پورې ملتیا وکړي؟ يا هم کیدای شي یو نه یوه ورځ راشي. ګلان خو نازک دي ، ګلان زما د انتظار په شان اوږد عمر کله لري ، ګلان به زما د ګل ځوانۍ په شان مړاوې شي.
‏‎ماته یوه داسې ‌‌‌‌‌‌ډالۍ راکړه چې زما دانتظار په شان کلونه ، کلونه عمر ولرې . که کومه ورځ هغه راشي او د خپلې مَیینې ‌‌‌‌‌‌ډالۍ وګوري نو زما د انتظار عمر به ورته څرګند شي ، په دې پوه شي چې د ژوند په هره شیبه کې مې پر ذهن خور وو، او هره ثانیه یې راتلو ته سترګې په لار وم.
‏‎نه پوهیږم چې دا به د لیونتوب انتها وي اوکه د یوې پښتنې پیغلې مینه؟! ……
زه خو دا ستا په تمه، تمه دا ژوندون تېروم
ستا د راتلو په انتظار کې ورک سکون تیروم