هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

د پاکستان سترې محکمې د مینانو د ورځې لمانځل بند کړل

د دوشنبې په ورځ د په اسلام اباد کې د پاکستان سترې محکمې یو حکم صادر کړ چې له مخې یې په ټول هیواد کې د ولنټاین یا مینانو د ورځې لمانځل او په دې اړه هر ډول مراسم بند اعلان شول.

د پاکستان د سترې محکمې په حکم کې په بریښنايي او چاپي رسنیو کې پر ټولو هغه اعلانونو بندیز لګیدلي چې په کې د مینانو ورځې ته اشاره شوي وي. له دې ورځې سره د تړلو کالو او وسایلو خرڅلاو بند شوی ، او په دولتي او عامه ځایونو کې ددې ورځې لمانځل هم د محکمې د حکم له مخې منعه شوي دي.

د محکمې په حکم کې د پاکستان د بريښنايي رسنیو د څار ادارې (PEMRA ) ته امر شوی چې رسنۍ وڅاري او ډاډمنه کړي چې له دې حکم سرغړاوی ونه شي.

د پاکستان سترې محکمې دا حکم د یو پاکستاني تبعه عبدالوحید د عرض په ځواب کې کړي. عبدالوحید په خپل عرض کې ویلي چې د مینانو د ورځې لمانځل د اسلام د تعلیماتو خلاف عمل دی.

په پاکستان کې ځینې خلک ولنټاین یوه ساده د مینې د اظهار بې ضرره ورځ بولي خو ځینې یې د بداخلاقیو د زیاتیدو سبب بولي.

تیر کال ددې هیواد ولسمشر ممنون حسین هم په یوه غونډه د والنټاین ورځ غندلې وه او ویلې یې وو چې دا زموږ د کلتور یوه برخه نه ده او باید له لمانځلو یې ډه ډه وشي.

د پاکستان ستره محکمه دا حکم په داسې حال کې ورکوي چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې د مینانو د ورځې لمانځلو زور اخیستی. پاکستاني کمپنیو او شرکتونو ددې ورځې د لمانځلو لپاره محصولاتو تولیدول او په ټولنیزو او تجارتي برخه کې یې ځانګړی ځای پیدا کړی و، خو د پاکستان مذهبي ډلې ددې ورځې د هر ډول لمانځنې مخالفې وې او دي.

په داسې حال کې چې یو شمیر خلک د مینانو ورځ د مینې د اظهار لپاره یو ساده فرصت او بې زیانه ورځ بولي، خو ځینې مذهبي ډلې دا ورځ په عیسوي کلتور پورې تړلې بولي او ټینګار کوي چې په ټولنه کې بداخلاقۍ او د مینانو بغاوت ته لمن وهي.

په افغانستان کې سربیره پر دې چې دا ورځ خلک په کوم ځانګړي دود او مراسمو نه لمانځي خو بیا هم د مینانو د ورځې د پلویانو او د دښمنانو ترمنځ دا مهال تودې فیسبوکي او ټویټري ناندرې او بحثونه روان دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */